ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې څه باندې ٣٠٠ دوکانونه وسوځېدل

author avatar
10 Feb 2012 - 11:40
author avatar
10 Feb 2012 - 11:40

خوست ښار ( پژواک دسلواغى ٢١مه ٩٠) : په خوست ښار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا درې سوه پنځوس دوکانونه سوځېدلي ، چې خلکو ته يې سلګونه ميليونه افغانۍ زيان اړولی دی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اور تېره شپه د درېيو بجو په شاوخوا کې د ښار په سوېل ختيځه څنډه کې د لرګيو په ټال کې لګېدلی او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شوی دی.

هغه وايي،چې د دوی اطفايو تر سهاره پورې اور کنټرول او مړ کړ او چا ته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه،چې د اور له امله څه باندې درې سوه دوکانونه سوځېدلي، خو دا چې خلکو ته څومره مالي زيان اوښتی، له پلټنو وروسته به معلوم شي.

قوماندان سردار محمد ځاځي وويل، چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم ، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي ګل کريم پژواک ته وويل، سهار، چې کله دی راغی، خبر شو، چې دوکان يې د اور په پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی او نړېدلی دی.

هغه وويل، چې په دوکان کې يې د شاوخوا پنځه سوه زره افغانيو په ارزښت سامان و، خو اوس ټول له منځه تللی دی.

نوموړي له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملين دې ونيسي او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړي.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.