ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړل شو

د درېيو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
11 Feb 2012 - 12:37
د درېيو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
11 Feb 2012 - 12:37

غزني ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د غزني ښار ته څېرمه د غزني-کابل لويې لارې پر سر د ايساف په هوايي بريد کې د درېيو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړل شو.

 

د غزني د والي وياند مدثر افغان پژواک اژانس ته وويل،چې دغو کسانو غوښتل تېر ماښام دکابل-کندهار پر لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې د نړيوالو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.

 

د هغه په وينا، دغه کسان د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند  ناوه ګۍ کلي ته نږدې وژل شوي دي.

 

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې وژل شوي دوه وروڼه دي او درېيم تر اوسه نه دى پېژندل شوى.

 

خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي، چې وژل شوي درې واړه سره کليوال دي او له وسلوالو طالبانو سره يې کومه اړيکه نه لرله.

 

د دې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان په يو سراچه موټر کې له کابل څخه خپل کور ته پر لاره وو، چې د شپې ناوخته يې پر موټر هوايي بريد وشو او ووژل شول.

 

د سږکال په اوړي کې ناوه ګۍ کلي ته نږدې دکابل-کندهار پر لاره څو ځلې دنړيوالو ځواکونو پر موټرونو د سړک د غاړې د ماين چاودنې شوې دي.

 

دغه کلى د غزني له ښار څخه شاوخوا پنځلس کيلومتره لرې د شمال ختيځ لورته د غونډيو په منځ کې پروت دى.

 

وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.