ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د کونړ والي د ولايتي شورا په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړ

author avatar
11 Feb 2012 - 17:29
author avatar
11 Feb 2012 - 17:29

اسعد اباد (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): نن په څلورمه ورځ هم د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې سلګونو کسانو د والي پر ضد لاريون وکړ او هغه يې د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړ.

 د والي سيد فضل الله وحيدي پر ضد د لاريون دا لړۍ وروسته له هغه تېره اونۍ پيل شوه، چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې پرې د درغلۍ تور ولګول شو.

 په اسعد اباد کې د سلواغې په ٢٢مه، د ترسره شوي لاريون يوه سمبالوونکي حاجي نورالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د رياست په ټاکنو کې تګي شوې او تر هغې به لاريون ته ادامه ورکوي، چې غوښتنې يې نه وي منل شوې.

 نوموړى زياته کړه، چې د کونړ والي د يوې ډلې په خوا کې ولاړ دى او د همدې ډلې پلوي کوي.

 هغه وايي چې له ولايتي شوار څخه شخصي شورا جوړه شوې، والي د رايو صندوقونه خپل دفتر ته راغوښتي وو او پر وکيلانو يې فشار راوړى و، چې د والي د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

 لاريون کوونکو چې شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېده، په اسعد اباد ښار کې ټايرونو ته يې اور واچاوه او د والي پر ضد يې شعارونه ورکول.

 د صلاح الدين په نوم يوه لاريون کوونکي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې اوس سولې ته اړتيا ده، په کار ده چې مشران د سولې لپاره خلک راوبلي؛ خو د کونړ والي په خلکو کې بې اتفاقي اچوي او خلک له دولت څخه لرې کوي.

 هغه زياته کړه: ((زموږ لاريون به تر هغه دوام وکړي، ترڅو د کونړ والي له دې ځايه بدل شوى نه وي.))

 خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د خلکو دا تور نه مني او وايي، چې د ولايتي شورا ټاکنې په شفافه توګه ترسره شوې دي.

 د هغه په وينا، د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا ترسره شوې او ولايتي ادارې په کې هېڅ لاس نه درلود.

 والي وويل، چې د ولايتي شورا د وکيلانو ترمنځ د خپلمنځيو اختلافاتو له امله دا شخړه رامنځ ته شوې ده.

 څو ورځې وړاندې د ولايتي شورا د مشرتابه کلنۍ ټاکنې هغه مهال ناندريزې شوې، چې يوې ډلې وکيلانو ټاکنې د ځان په ګټه اعلان کړې، خو د ټاکنو کمېسيون نه وې تاييد کړې؛ وروسته بيا د وکيلانو تر منځ ټاکنې وشوې، چې لومړنۍ ډله يې پايلې نه مني. دوى تور لګوي چې د دوى ځينې پلويان د سپينو رايو کارولو ته اړ شوي دي.

 په کونړکې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر شاه جهان سرداري پژواک ته وويل، چې په لومړي وار د ولايتى شورا د مشرتابه د ټاکنو په برخه کې وکيلان په دوه ډلو وېشل شوي وو؛ خو يوې ډلې هم د ټاکنو د قانون له مخې دوه ثلثه نه وو برابرکړى.

 د هغه په وينا، په همدې موخه يې ټاکنې بيا ترسره کړې، چې د روانې مياشتې په ١٩مه، د ولايتى شورا د مشرتابه او اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره شوې؛ چې د قانون له مخې يې دوه ثلثه برابر  وو او قانوني حيثيت يې درلود.

 

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.