ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په واشنګټن کې د افغان سفارت يو ډيپلومات له دندې ګوښه کړاى شو

په واشنګټن کې د افغان سفارت يو ډيپلومات له دندې ګوښه کړاى شو

author avatar
11 Feb 2012 - 16:41
په واشنګټن کې د افغان سفارت يو ډيپلومات له دندې ګوښه کړاى شو
author avatar
11 Feb 2012 - 16:41

کابل، واشنګټن (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په واشنګټن کې يې هغه ډيپلومات له دندې ګوښه کړى چې له نورو افغان ډيپلوماتانو سره يې شخړه کړې وه.  

په کابل کې ځينو رسنيو خبر ورکړى و، چې ګوندې د واشنګټن په افغان سفارت کې شخړه رامنځ ته شوې او د سفارت يوه مشاور او د لوى څارنوال زوى هارون الکو، افغان سفير محمد اکليل حکيمي وهلى دى.

خو په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دا رد کړه، چې ګوندې دغه مامور له سفير سره شخړه کړې ده.

سرچينې زياته کړه، چې سفير روغ رمټ دى او له هېڅ ډول داسې پېښې سره نه دى مخ شوى.

د افغانستان د سفارت يادې شوې سرچينې وويل، چې دا شخړه د تېرې سه شنبې پر ورځ د سفارت د دوو کونسلرانو هر يوه حسن سروش او هارون الکو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا شخړه شخصي وه او هارون الکو بېرته کابل ته غوښتل شوى دى.

د سفارت يادې شوې سرچينې وويل: ((سفير نن په سپينې ماڼۍ له امريکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دى.))

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې هارون الکو له دندې ګوښه کړل شوى او کابل ته غوښتل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.