کابل(پژواک٢٣سلواغه٩٠):دبهرنيو چارو وزارت وايي،په واشنګټن کې دافغانستان سفارت د دېپلوماتانو ترمنځ په شوې شخړه کې، سفير اکليل احمد حکيمي نه و ښکېل.
تېره ورځ په کابل کې ځينو رسنيو خبر ورکړ، چې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د سفارت يو مشاور او خپله سفير ددې سفارت د يو دېپلومات هارون الکو لخوا وهل شوي دي.
هارون الکو د افغانستان د لوى څارنوال زوى دى.
د بهرنيو چارو وزات وياند جانان موسى زي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د رسنيو هغه راپورونه رد کړل،چې ګواکې په امريکا کې دافغانستان سفير اکليل احمد حکيمي ددې سفارت د کوم کارکوونکي لخوا ډبول شوى دى.
خو موسى زي په شخړه کې د ښکېلو کسانو له نوم اخيستو پرته وويل چې د سفارت د دوو نورو دېپلوماتانو ترمنځ رامنځته شوې او د لامل په اړه يې ددې وزارت لخوا څېړنې روانې دي.
ده وويل چې د پېښې عامل د څېړنو په موخه کابل ته رابلل شوى او د پېښې په اړه به تر پلټنو وروسته معلومات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هارون الکو له دندې ګوښه شوى دى .
تېره ورځ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت يوې سرچينې پژواک ته وويل ،چې ياده شخړه د تېرې سې شنبې په ورځ د سفارت د دوو کونسلرانو ( حسن سروش او هارون الکو ) ترمنځ شوې ده .
د خپرو شويو راپورونه له مخې ، حسن سروش د ډبولو له امله په روغتون کې بستر دى .
خو موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د وهل شوي دېپلومات درمنله شوې او بېرته خپلې دندې ته ستون شوى دى .
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن