ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم پاکستاني مسوولين د تازه سبزو له رالېږدوونکو ناقانونه پيسې اخلي

د تورخم پاکستاني مسوولين د تازه سبزو له رالېږدوونکو ناقانونه پيسې اخلي

author avatar
12 Feb 2012 - 17:36
د تورخم پاکستاني مسوولين د تازه سبزو له رالېږدوونکو ناقانونه پيسې اخلي
author avatar
12 Feb 2012 - 17:36

اسلام اباد، جلال اباد (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): له پاکستان څخه افغانستان ته د تازه سبزو لېږدوونکي شکايت کوي چې په تورخم کې ترې پاکستاني سرحدي ګمرکي مسوولين ناقانونه پيسې اخلي.

 په ختيځ کې د سوداګرۍ د خونې مشر انجنير قاسم يوسفي د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ د تازه سبزيو ٥٠ موټر، افغانستان ته د تورخم له لارې راوړل کېږي.

 هغه زياته کړه چې په پاکستاني تورخم کې، ګمرکي محصولين او د ملېشو سرحدي ځواکونه له هر موټر څخه لس زره کلدارې په غير قانوني توګه اخلي.

 د نوموړي په وينا، که چېرې کوم سوداګر دغه پيسې ورنه کړي، نو د هغه موټر بيا په يوه او بله بهانه په ساعتونو ساعتونو ايساروي، چې له امله يې بيا تازه سبزي خرابېږي.

 د کابل د سروبي ولسوالۍ يو اوسېدونکى ميا امين جان، چې هره ورځ د پاکستان له پېښور ښار څخه تازه سبزي کابل ته لېږدوي، هم له يادې ستونزې سرټکوي.

 هغه هم پژواک اژانس ته وويل، چې په تورخم کې پاکستاني سرحدي مسوولين د تازه سبزو له موټرو څخه له ١٠زرو څخه تر ١٥زرو کلدارو پورې غير قانوني پيسې اخلي.

 د احمدالله په نوم يوه بل سوداګر چې په اونۍ کې درې ځلې له پېښور څخه افغانستان ته سبزي راوړي، پژواک ته وويل چې په تورخم کې د (کسټم کليرنيس) په نوم د څانګې مسوولين  د دوى موټر په ساعتونو ايساروي.

 هغه زياته کړه: ((کله داسې هم وشي، چې زموږ پر موټر يوه ورځ واوړي او سبزي مو په موټر کې خراب شي او زرګونه روپۍ تاوان راته رسېږي.))

 نوموړى وايي چې دوى خپل قانوني محصول ورکوي، خو مسوولين ترې ناقانونه پيسې غواړي.

 د هغه په وينا، کله داسې هم کېږي چې د دې موټر له يوې ورځ څخه بلې ته پاتې کېږي او له همدې وېرې، سوداګر کله اړ شي چې ناقانونه پيسې ورکړي.

 په پاکستان کې د سوداګرو د مالونو د ګمرکي چارو د خلاصولو د ټولنې مشر زر رقيب خان پژواک اژانس ته وويل، چې ځينې مسوولين له سوداګرو څخه په ناجايزه توګه پيسې اخلي.

 هغه زياته کړه چې دوى په دې اړه هلې ځلې پيل کړې دي، څو په دې برخه کې د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.

 په تورخم کې د ګمرکونو د چارو يوه مسوول ظهيرالدين بيا دا ادعاوې رد کړې، چې ګوندې دوى له سوداګرو ناقانونه پيسې اخلي.

 د نوموړي په وينا، د موټرو د زياتوالي له امله کله کله کارونه ځنډېږي؛ خو دا د دې معنا نه ورکوي چې ګوندې دوى قصداً د سوداګرو موټر ايساروي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.