ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ژېړۍ ولسوال له يوه بريده روغ ووت

د ژېړۍ ولسوال له يوه بريده روغ ووت

author avatar
12 Feb 2012 - 18:36
د ژېړۍ ولسوال له يوه بريده روغ ووت
author avatar
12 Feb 2012 - 18:36

کندهار ښار (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي د وسله والو مخالفينو له يوه بريده روغ ووت؛ خو يو ساتونکى يې ټپي شو.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسوال له کندهار ښار څخه د ژېړۍ پر لور روان و، چې د همدې ولسوالۍ د ماکوانو په سيمه کې ورباندې وسله وال بريد وشو.

 هغه زياته کړه، وسله والې نښتې د څه وخت لپاره دوام وکړ، چې يواځې د ولسوال يو ساتونکى په کې ټپي شو او نور چا ته کوم مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

 د نوموړي په وينا، امنيتي ساتونکو د وسله والو مخالفينو تر تمبولو وروسته ټپي سرتېرى د درملنې په موخه د کندهار هوايي ډګر ته وړى دى.

 په خپله د ژېړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو پر هغه د يوه کمين په ترڅ کې بريد وکړ، چې چا ته په کې ډېر زيان نه دى اوښتى.

 د هغه په خبره، پر نوموړي تر دې وړاندې هم د يادې شوې ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې ورته بريدونه شوي دي؛ خو هغه ترې روغ وتلى دى.

 ايوبي د ژېړۍ ولسوال په کندهار کې يو له فعالو ولسوالانو څخه وباله او ويې ويل، چې هغه په پرله پسې توګه د خپلې ولسوالۍ د امنيت او پرمختيا لپاره کار کوي.

 هغه دغه کار د هېواد د سولې او پرمختګ د دښمنانو وګاڼه او زياته يې کړه، چې هغوى تل هڅه کوي دغه راز کسان له منځه يوسي او د سيمې د پرمختګ مخه ډب کړي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 د يادونې وړ ده، چې يوه مياشت مخکې د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين اغا په يوه ځانمرګي بريد کې له خپلو دوو زامنو او يو شمېر ساتونکو سره ووژل شو.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.