ژبه

نعمت الله غفاري د ولسي جرګې دويم نايب وټاکل شو

اباسين زهير

۲۳ سلواغه ۱۳۹۰ - ۱۱:۲۴

Views: ۸۴

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه٩٠): په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى نعمت الله غفاري، چې په نننيو ټاکنو کې يواځنى کانديد و، د دې جرګې د دويم نايب په توګه وټاکل شو.

نن په ولسي جرګه کې حاضرو ١٢٥تنو په علني ډول خپله رايه وکاروله، چې په پايله کې يې غفاري د ١٢١ موافقو او څلورو مخالفو رايو په ترلاسه کولو سره د دويم نايب په توګه وټاکل شو.

وروسته له هغه، چې د ولسي جرګې د شپاړسم تقنيني دور دويم کال د سلواغې په لومړى نېټه د ولسمشرحامد کرزي له لوري پرانيستل شو، د ننګرهار د خلکو استازى عبدالظاهر قدير د جرګې د مرستيال، د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصي د منشي او د بلخ استازى فرهاد عظيمي د منشي نايب په توګه وټاکل شول.

 خو په تېرو څو ځلو ټاکنو کې د جرګې د دويم نايب لپاره کانديدانو د دې څوکۍ لپاره پوره رايې ترلاسه نه کړې.

د دغو ټاکنو وروستى ځل تېره ورځ و، چې د غزني استازي محمدعارف شاه جهان، د لوګر استازې شکيلا هاشمي، د هلمند استازي نعمت الله غفاري او د کوچيانو استازي محمدنذير احمدزي ځانونه کانديد کړي وو.

تېره ورځ په لومړي پړاو ټاکنو کې له يادو کسانو څخه يوه هم پوره رايې ترلاسه نه کړې، محمدعارف شاه جهان او نعمت الله غفاري، چې تر نورو يې رايې ډېرې وې، د تاکنو په دويم پړاو کې يې سره سيالي وکړه.

خو په دغه ځل ټاکنو کې هم شاه جهان د ٧١ او غفاري د ٨٦ رايو په ترلاسه کولو سره په دې بريالي نه شول، چې د حاضرو ١٨٨ وکيلانو ٥٠ جمع يو رايې ترلاسه کړې.

وروسته په جرګه کې د وکيلانو ترمنځ په داسې حال کې دريم پړاو ته د ټاکنو د تللو پر سر ناندرۍ راپورته شوې، چې شاه جهان په دريم پړاو کې له خپلې کانديدۍ تېر شو.

يو شمېر وکيلانو ويل، چې له کاندېدۍ څخه د شاه جهان په تېرېدو غفاري ګټونکى دى، خو نورو يې استدلال کاوه، چې د جرګې د داخلي دندو په اصولو کې له کانديدۍ څخه د تېرېدو په اړه وضاحت نشته او بيا بايد ټاکنې ترسره شي.

هماغه وو، چې نن دې جرګې فوق العاده غونډه جوړه کړه او په علني توګه يې نعمت الله غفاري ته، چې يواځنى کانديد و، رايه ورکړه او ګټونکى شو.

د ملي شورا د دندو د اصولو د قانون له مخې، د هر کال په پيل کې د لومړي او دويم مرستيال، منشي او نايب منشي د دواړو جرګو د استازو د رايو له مخې د يوه کال لپاره ټاکل کېږي.

مشرانو جرګې سږ کال د ملي شورا تر پرانيستې يوه ورځ وروسته خپل اداري پلاوى وټاکه.