کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): د وزيرانو شورا د ۵۰۰ هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي، د سرې مياشتې له خوا وړانديز شوې بودجه منظوره کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال د افغانستان له سرې مياشتې سره ۲۰۰۰ تنه د زړه د سوري ناروغ ماشومان راجستر دي، له هغو څخه يې ۵۱۳ تنه بېړنۍ درملنې ته اړتيا لري.
خبرپاڼه زياتوي چې د سرې مياشتې له خوا د وزيرانو شورا ته په وړانديز کې ويل شوي دي، د دغو ماشومانو درملنه په افغانستان کې ناشونې ده او په بهر کې يې درملنه دوه ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې يو ميليون ډالر د افغانستان حکومت او پاتې نور يې خپله د سرې مياشتې اداره ورکوي.
خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر کرزي د سرې مياشتې له وړانديز او هر اړخيزو خبرو اترو وروسته، د ماليې وزارت ته لارښوونه وکړه، ترڅو د نوموړې بودجې د تاديې په اړه لازم او سمدلاسه اجراات وکړي.
Visits: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن