ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې ښځې سوځېدلى مړى ترلاسه شو

د يوې ښځې سوځېدلى مړى ترلاسه شو

author avatar
13 Feb 2012 - 15:33
د يوې ښځې سوځېدلى مړى ترلاسه شو
author avatar
13 Feb 2012 - 15:33

زرنج ( پژواک ٢٤سلواغه ٩٠): د يوې افغانې ښځې سوځېدلى مړى له ايران څخه نيمروز ولايت ته لېږدول شوى دى .

د نيمروز ولايت اوسېدونکي عبدالبصير، چې د خپلې لور سوځېدلى مړى يې تېره ورځ زرنج ته لېږدولى ، وايي چې لور يې دهغې خاوند او خواښې وژلې ده.

هغه ادعا وکړه ، چې پر لور يې دهغې خاوند او خواښې پنځه ورځې مخکې د ايران د بلوچستان په سيستان ايالت کې تېل اچولي او سوځولې يې ده.

عبدالبصير، چې دا مهال په ايران کې کډوال دى، وايي؛ لور يې يو کال مخکې له يوه افغان کډوال هلک سره واده وکړ او په دې موده کې يې خواښې له هغې سره له تاوتريخوالي کار اخيست او خپل زوى ته يې پيغور ورکاوه، چې دا ښځه نه په کارېږي.

 نوموړي وويل : ” کله چې مې د لور کور ته ولاړم، دهغې له سوځېدلي مړي پرته مې بل څه ونه ليدل، خاوند او خواښې يې تښتېدلي وو. “

بصير زياته کړه چې د ايران سيمه ييزو پوليسو پېښه وڅېړله، خو دهغې د خاوند او خواښې په نيولو ونه توانېدل.

هغه دهېواد د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، څو د ايران حکومت د خپلې لور د قاتلينو نيولو ته اړ باسي.

همدارنګه د نيمروز ولايت د زرنج روغتون ډاکټر عبداللطيف هم ومنله، چې ديوې مېرمنې سوځېدلى مړى دې روغتون ته راوړل شوى دى .

هغه زياته کړه چې د وژل شوې ښځې له پوندو پرته يې ټول بدن سوځېدلى دى.

ددې مېرمنې سوځېدلى مړى په داسې حال کې زرنج ته لېږدول شوى ، چې تېره اونۍ د زرنج يوه اوسېدونکي خپله مېرمن خفک کړې او وژلې وه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.