ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا مېرمنو د سولې پروسې ملاتړ وکړ

author avatar
13 Feb 2012 - 17:58
author avatar
13 Feb 2012 - 17:58

ګردېز (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۰): د پکتيا ګڼ شمېر ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې ښځې په اسانۍ سره کولای شي د سولې په پروسه کې برخه واخلي او سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

 دوى له وسله والو طالبانو سره د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په دې پروسه کې يې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه.

 دغه غونډه نن (د سلواغې ٢٤مه) د پکتيا ولايت د ښځو چارو په رياست کې جوړه شوې وه، چې د پکتيا د بېلابېلو ولسواليو ګڼ شمېر ښځو په کې ګډون کړى وو.

 په دغې غونډه کې د پکتيا پر مرکز ګردېز سربېره د احمدابا، سيدکرم، څمکنيو او ځاځي اريوب ولسواليو شاخوا ٢٠٠ مېرمنو او نجونو ګډون کړى وو او د سولې په پروسه کې يې د ښځو د ونډې غوښتنه او ملاتړ کاوه.

 د پکتيا ولايت د ښځو چارو رييسې حليمې خزان په غونډه کې وويل، چې موږ د سولې د پروسې ملاتړ کوو او ښځې په اسانۍ سره کولای شي د سولې په پروسه کې برخه واخلي.

 دې وويل: ((هره ښځه مور ده، خور ده، د مينې او سولې له نوم نه جوړه ده او په اسانۍ سره کولای شي د سولې پروسه کې ګډون وکړي او پياوړې يې کړي.))

 نوموړې زياته کړه، چې ښځې خپل وروڼه او زامن د خپلې عاطفې له مخې سولې او پخلاينې ته رابللى شي.

 د پکتيا د ولايتي شورا غړې او د ښځو د دفاع کمېټې مسوولې زرغونې همت هم د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د سولې په پروسه کې له نارينه وو سره مرسته وکړي.

 نوموړې زياته کړه، چې د هېواد په کچه د سولې پروسه ډېره ښه پر مخ روانه ده او د لا پياوړتيا په موخه بايد ښځې هم په کې برخه واخلي.

 هغې زياته کړه: ((ښځه د ټولنې هغه قشر دی چې په سړيو ژر اغېز کولای شي، ښځه د سولې او مينې سمبول دى او بايد د سولې د پروسې کلک ملاتړ وکړي.))

 په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د بشري حقونو د دفتر يوې کارکوونکې جميلې پژواک اژانس ته وويل، چې په روانه جګړه کې تر هر چا ډېر په دې سيمو کې ښځې زيانمنېږي.

 نوموړې زياته کړه، چې که يو ماشوم، يو ځوان او يا يو سړی مري، دا ټول په ښځې پورې تړاو لري چې هغه پرې نيمګړې کېږي.

 د هغې په وينا، د پکتيا ښځې د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په کې برخه واخلي.

 د يادونې وړ ده، چې په پکتيا کې تراوسه د سولې پروسې سره د يو کال په تېرېدو، څوک نه دي يو ځای شوي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.