ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ وسلوال طالبان او دوه پوليس و وژل شول

شپږ وسلوال طالبان او دوه پوليس و وژل شول

author avatar
13 Feb 2012 - 14:14
شپږ وسلوال طالبان او دوه پوليس و وژل شول
author avatar
13 Feb 2012 - 14:14

 ښرنه (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): د پکتيکا دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ د پوليسو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې شپږ وسلوال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

 د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د سلواغې په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين د خوشامند ولسوالۍ پوليس پر ګزمه بوخت وو، چې د وسلوالو طالبانو له يو موټر سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه، چې پوليسو د ياد موټر د درولو هڅه وکړه، خو وسلوالو طالبان له سيمې له موټر سره وتښتېدل.

د هغه په وينا، له تښتېدو وروسته پوليسو وسلوال تعقيب کړل او د غزني ولايت اړوند د اب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يادو وسلوالو له کمين سره مخ شول او ترمنځ يې نښته رامنځ ته شوه.

د ده په خبره، په نښته کې د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان فدامحمد په ګډون شپږ وسلوال و وژل شول او د هغوى موټر هم ويجاړ شو.

افغان وايي، چې دغه راز د نښتې پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ياده نښته کې يو ټپي شوي پوليس هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې د ده په ګډون درې پوليس ژوبل شوي او دوه نور وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې د دوى يو رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې خوشامند د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده، چې د غزني ولايت له اب بند او مقر ولسواليو سره ګډه پوله لري او تر اوسه په کې حکومت بشپړ حاکميت نه لري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.