جلال اباد (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په ١١ ولسواليو کې د کليو د پراختيا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو لخوا له شاوخوا ١٣٠٠ اړو کورنيو سره د ژمنيو او نورو اړينو توکو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار د کليو د پراختيا او بيارغونې چارو رياست مطبوعاتي مسوول معروف سادات د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په ١١ ولسواليو، نازيانو، حصارک، شېرزاد، پچيراګام، خوږياڼو، هسکه مېنه، اچين، سپين غر، دور بابا، دره نور او کوز کونړ ولسواليو کې له ١٠٤٠ هغو کورنيو سره، چې د اورښتونو له امله زيانمنې شوې وې، بيړنۍ مرستې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، ګرمې جامې او شړۍ شاملې دي.
د هغه په وينا، د مرستو دغه لړۍ يې نن د نازيانو او حصارک په ولسواليو کې پيل کړه، چې په وينا يې د ولسوالۍ د چاوراکو له لوري له په نښه شوو کورنيو سره به ترسره شي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم د کمپلو او ګرمو جامو په ګډون د ٢٤ قلمه بېلابېلو توکو مرسته نن د سره رود ولسوالۍ د شېخ مصري د ښارګوټي له ١٦٣ کورنيو او د بټي کوټ ولسوالۍ له ٨٢ کورنيو سره ترسره کړه.
نوموړي زياته کړه، چې دغه مرستې به هغه کډوال ترلاسه کړي، چې تېر کال له پاکستان څخه په زور راشړل شوي دي.
د دغه ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به ديوې شتمنې مېرمنې نازنين جبارخېل په مرسته دښوونځيو،وړکتونونو او روزنتونونو له ٥٠٠ بې وزلو زده کوونکو سره د ژمنيو توکو، قرطاسيې، د لوبو د سامانونو او خوراکي توکو مرستې ترسره کړي.
د يادونې ده، چې د وروستيو اورښتونو له امله د ننګرهار د ګڼو ولسواليو لارې بندې شوې او خلکو ته يې زياتې ستونزې پيدا کړې وې.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن