ژبه

ارګ: د کانديد وزيرانو لست مو د پارلماني چارو وزارت ته لېږلى

پژواک

۲۵ سلواغه ۱۳۹۰ - ۰۸:۵۶

Views: ۱۲۳

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د ولسمشرۍ د فتر وايي، چې د کانديد وزيرانو لست نهايي شوى او د پارلماني چارو وزارت ته لېږدول شوى دى.

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې د نويو کانديد وزيرانو لست نهايي شوى او د چارو ادارې له خوا د پارلماني چارو وزارت ته لېږدول شوى دى.

فيضي وايي، چې ياد وزارت به په نږدې ورځو کې دغه لست ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه ولېږي.

ځينو رسنيو خبر ورکړى و، چې په نوي لست کې ويس برک د کليو د پراختيا وزير، عبيدالله عبيد د عامې روغتيا، عبيدالله رامين د لوړو زده کړو او غلام جيلاني پوپل د ترانسپورټ وزارت لپاره کانديد شوي دي.

خو د ولسمشر وياند په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.