ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوراک نړيوال سازمان د کندهار په شمالي ولسواليو کې پرمختيايي کارونه پيلوي

د خوراک نړيوال سازمان د کندهار په شمالي ولسواليو کې پرمختيايي کارونه پيلوي

author avatar
14 Feb 2012 - 18:48
د خوراک نړيوال سازمان د کندهار په شمالي ولسواليو کې پرمختيايي کارونه پيلوي
author avatar
14 Feb 2012 - 18:48

کندهار ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): په سوېل کې د خوراک د نړيوال سازمان حوزوي مشر وايي، د کندهار په هغو څلورو ولسواليو کې پرمختيايي پروګرامونه پيلوي چې مخکې په کې کار نه دى شوى.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خوراک د نړيوال سازمان حوزوي مشر اولريک پيډيرسن، په دې اړه نن له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره خبرې وکړې.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، پيډيرسن ويلي چې خپل پرمختيايي پروګرامونه د دې ولايت غورک، نېش، ميانشين او ښورابک ولسواليو ته غځوي.

 ميانشين او غورک د کندهار ولايت شمالي ولسوالۍ دي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې؛ خو په دې وروستيو کې ميانشين ولسوالۍ ونيول شوه او په غورک کې لا هم پوځي عمليات روان دي.

 پيډيرسن ويلي، چې دغه پرمختيايي پروګرامونه په يادو شويو ولسواليو کې د کار په بدل کې د خوارکي توکو ورکړه، له خوار ځواکۍ سره مبارزه او د نيالګيو اېښودل شامل دي.

 ايوبي د پيډيرسن له خولې وايي، چې د دغو پروګرامونو په پلي کولو سره به د خلکو اقتصاد ښه او اړو کورنيو ته به خوراکي توکي ورسېږي.

 د  پيډيرسن په وينا، خپل دغه پروګرامونه په ولسواليو کې له دولتي اړوندو ادارو سره په همغږۍ پلې کوي او غوښتنه يې وکړه، چې په سيمه کې دې د اړو کورنيو په ور پېژندلو کې مرسته وکړي.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خوراک د نړيوال سازمان له مشر سره په ليدنه کې ټينګار وکړ، چې دغه اداره دې په ليرې پرتو ولسواليو کې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

 د هغه په وينا، مرستندويه ادارې دې پر داسې پروژو او کارونو تمرکز وکړي، چې محسوسې وي او ګټه يې په مساوي توګه ټولو وګړو ته ورسېږي.

 خو نوموړي غوښتنه وکړه، چې د خوراک د نړيوال سازمان له دې پروګرامونو بايد د افغانستان کلتور او دودونو ته زيان و نه رسېږي، لکه چې په ځينو سيمو کې د ځينو پروګرامونو په پلې کېدو سره د حشر دود له منځه تللى دى.

 د خوراک نړيوال سازمان حوزوي مشر والي ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې خپلې چارې به له ولايتي ادارې سره په ګډه مخ ته وړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.