ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سنچز: د اپټا تړون نه پلي کېدل مايوسه کوونکى دى

سنچز: د اپټا تړون نه پلي کېدل مايوسه کوونکى دى

author avatar
14 Feb 2012 - 18:06
سنچز: د اپټا تړون نه پلي کېدل مايوسه کوونکى دى
author avatar
14 Feb 2012 - 18:06

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠) د امريکا د سوداګرۍ مرستيال وزير په پاکستان کې د افغان سوداګرو ترانزيټي ستونزې مايوسه کوونکې بولي او افغانستان د سوداګرۍ د بهير لپاره بديل لارو ته هڅوي.

په ١٣٨٩ کال کې سوداګرو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه د افغانستان ترمنځ نوى ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) لاسليک شو، خو د پاکستان له خوا د بېمې او ځينو نورو شرايطو د وړاندې کېدو له امله تر اوسه پوره نه دى عملي شوى.

د دغه تړون له لاسليک سره سره، په پاکستان کې د افغان سواګرو لپاره ستونزې شتون لري او له شاوخوا دريو مياشتو راهيسې په سلګونو کانټينره د افغان سوداګرو توکي د هغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې په دې پلمه اېسار شوي، چې ګواکې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته وړل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې له تېر يو نيم کال راهيسې په پاکستان کې د دا ډول ستونزو له امله افغان سوداګر ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالر زيانمن شوي دي.

د اپټا تړون د امريکا د متحدو ايالتونو په منځګړيتوب لاسليک شوى دى.

د امريکا د متحدو ايالتونو د سوداګرۍ وزارت مرستيال فرانسسکو سنچز (Francisco Sanchez) تېره ورځ په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ده کابل ته د سفر پر مهال له سوداګريزو ټولنو اورېدلي، چې د پاکستان له لارې د توکو د وړلو او راوړلو پر مهال له ګواښونو سره مخ دي.

سرچينې په داسې حال کې، چې دغه ستونزه يې مايوسه کوونکې وبلله، زياته کړه، چې دى د اپټا له تړون او له دې لارې د سوداګرۍ د بهير د له پرمخ بيولو ملاتړ کوي.

فرانسسکو سنچز هيله څرګنده کړه، چې افغانستان او پاکستان دې دواړه د دې ستونزې د لرې کولو لپاره ګډ کار وکړي.

 هغه وايي: ((زه دواړه هېوادونه دې ته هڅوم، چې د دوه اړخېزه ګټو لپاره کار وکړي او زه په ځانګړي ډول افغانستان دې ته هڅوم، چې د سوداګرۍ د بهير لپاره بديلې لارې وڅېړي.))

سرچينې د بديلو لارو په اړه نور څه ونه ويل، خو دا يې وويل، چې افغانستان کولاى شي د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره د منځنۍ اسيا او د ايران د چابهار بندر لارې وکاروي.

د چابهار بندر، چې د ايران جنوب ختيځ کې د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې موقعيت لري، افغانستان د عمان سيند او هند د اوقيانوس له لارې د نړۍ له نورو بندرونو سره نښلوي او واټن يې د کراچې بندر په پرتله افغانستان ته لنډ دى.

د امريکا د سوداګرۍ مرستيال وزير وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې کار شوى، خو بيا هم اړينه ده چې د اقتصاد د دوامداره پرمختيا لپاره په خصوصي سکټور او سوداګريزو ټولنو باندې کار وشي.

سرچينې زياته کړه: ((زه د کابل په ښار کې وګرځېدم، په رښتيا سره زه د کوچنيو او منځنيو شرکتونو له شمېر څخه خورا اغېزمن شوم.))

د ده په وينا، افغانستان بايد داسې سوداګريزه فضا رامنځته کړي، چې له لارې يې له دغو کوچنيو او منځني شرکتونو ملاتړ وشي.

 هغه زياتوي: ((د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دغه کوچني او اوسط شرکتونه د دوی د ملا تېر ګڼل کېږي او زه ويلای شم، چې افغانستان هم د هماغه هېوادونو په شان دى.))

د ده په اند، که چېرې افغانستان د سوداګرۍ داسې فضا منځ ته راوړي، چې د کوچنيو او منځنيو شرکتونو د ملاتړ او د سيمه ييزې او بهرنۍ پانګه اچونې لپاره مرستيال وګڼل شي، نو په دې کې هېڅ شک نشته، چې روښانه راتلونکې به ولري.

دى وايي، هېواد يې چمتو دى، چې د داسې سوداګريزې فضا په رامنځته کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او بهرني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته راوبولي.

 هغه زياتوي، چې په افغانستان کې د سوداګرو، په ځانګړې ډول د امريکايي الاصله افغانانو له خوا په ميليونونو ډالره پانګونه شوې ده.

دى وايي، خوښ دى، چې د امريکايي الاصله افغانانو له خوا د شوې پانګونې ګټه هم بېرته د هغوی له خوا په افغانستان کې په کار اچول شوې ده.

نوموړى زياتوي: ((زه هيله لرم چې موږ به د لومړنيو پانګه اچونو بنسټ کېږدو او هيله من يم، چې د امريکا د سوداګرۍ سترې ټولنې به افغانستان ته د پانګه اچونې لپاره زړه ښه کړي.))

هغه وايي، چې په دوه اړخېزه سوداګرۍ کې له ۲۰۰۹ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۰ زېږديز کال پورې ۵۰ سلنه زياتوالی راغلى او هيله من دى، چې دى په خپله د دوه اړخېزې سوداګرۍ د زياتوالي لپاره خپل رول ولوبوي او نور سوداګر هم پانګونې ته وهڅوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال په کال کې د ٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي امريکا ته صادروي، چې ډېرى برخه يې غالۍ جوړوي.

دغه راز سرچينه زياتوي، چې افغانستان ته د امريکا صادرات په کال کې شاوخوا ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې ډېرى برخه يې ماشين الات، الکترونيکي او خوراکي توکي جوړوي.

ده په دې اړه، چې ايا امريکا به له افغانستان څخه پر ايران د بنديزونو په لګولو کې کومې غوښتنې ولري او که نه؟ وويل: ((امريکا نه شي کولای د يوه د هېواد د سوداګرۍ په تګلاره کې بدولو راولي.))

هغه زياته کړه، چې امريکا پر افغانستان زور نه شي راوړى، چې د امريکا په خوښه له ايران سره سوداګريزې اړيکې ولري.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت مرستيال په پاى کې وويل: ((زه دا هيله لرم، چې افغانستان نه يوازې له سيمه ييز اقتصاد سره، بلکې له نړيوال اقتصاد سره يو ځل بيا يوځای شي او د امريکا متحده ايالات دې ته چمتو دی، چې له افغانستان سره په دې اړه مرسته وکړي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.