ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې شپږ سوه باغونه جوړيږي

author avatar
14 Feb 2012 - 12:44
author avatar
14 Feb 2012 - 12:44

لښکرګاه (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د هلمند د كرنې رياست چارواکي وايي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې شپږ سوه باغونه جوړ کړي.

د هلمند د کرنې او اوبو لګونې چارو رييس انجينر عبدالله احمدزي پژواک ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې پلان لري د امريکايي سمندري ځواکونو په مالي مرسته په راتلونکي پسرلي کې د هلمند په لسو ولسواليو کې شپږ سوه باغونه جوړ کړي.

د هغه په وينا، په هلمند کې د مېشتو امريکايي سمندري ځواکونو له خوا د دغو باغونو د جوړېدو لپاره دوه ميليونه ډالر مرسته کېږي.

نوموړي وويل، چې دوى د دغه کار لپاره پوره چمتووالى لري او د هلمند په بېلابېلو سيمو کې يې ١٣ هغه قوريې په نښه کړې، چې مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي لري.

انجنير عبدالله وايي، چې دوى د شپږ سوه باغونو لپاره اته سوه زره نيالګي په پام کې نيولي او پر هغو کروندګرو به يې و وېشي، چې سږ کال يې پر خپلو ځمکو کوکنار نه دي کرلي.

ده زياته كړه: ((دا چې سږ كال په دغه ولايت كي ډېرى کروندګرو په خپلو ځمكو كې د نيالګيو قوريې جوړې كړې دي، د هلمند د کرنې رياست له ټولو هغو سوداګرو څخه، چې په دې برخه كې كار كوي، غوښتي، چې له نورو ولايتونو څخه نيالګي را نه وړي اود دوى نيالګي وپېري.))

احمدزي وويل، هر هغه څوك چې له دغې پرېكړې سرغړونه وکړي، دوى به يې مخنيوى وكړي.

د ده په وينا، هڅه يې دا ده، چې د هلمند له پراخو ځمكو څخه كروندګر په سمه توګه ګټه پورته كړي او د كوكنارو پر ځاى نور كښتونه وکري.

دى وايي، چې د باغونو د احيا په دې برخه كې دغه مهال يو شمېر كروندګرو ته روزنه ورکوي، چې له هغې وروسته به د نيالګيو د وېش لړۍ هم ورته پيل كړي.

د هلمند د کرنې رييس په وينا، دغه پروژه د (ګالو) يا زرغون افغانستان د موسسې او د دوى د رياست له خوا پر مخ وړل كېږي.

هغه وايي، چې د هرې ولسوالۍ لپاره ۱۲بڼوال روزل كېږي او بيا به روزل شوي کسان له نورو بڼوالو سره په دې برخه كې مرسته كوي.

د دې پروژې لپاره په خپله بڼوال او كروندګر هم خوښ دي او وايي، چې كه امكانات ورته برابر شي او د مسلكي روزونکو له خوا ورته روزنه ورکړل شي، ډېرى کروندګر به د باغونو جوړېدو ته مخه كړي.

د نادعلي ولسوالۍ يو كروندګر حاجي محمد صادق پژواك اژانس ته وويل، دولت بايد په دې برخه کې كروندګر وهڅوي او مرسته ورسره وكړي.

د هغه په وينا، د باغونو له جوړېدو سره دې سم د كروندګرو لپاره د محصولاتو ماركېټ او د مېوو د ساتنې پروګرامونه هم په لاره واچول شي.

د كرنې د رياست مسوولين د كروندګرو دا غوښتنه پر ځاى بولي او وايي، چې دوى له وړاندې په دې برخه كې خپلې هڅې پيل كړې او د مېوو د ساتلو لپاره يې د څلورو سړو خونو د جوړېدو كار په نادعلي، مارجې، ګرشك ولسواليو او مركز لښكرګاه كې پيل كړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.