ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا په زندان کې بنديان له ځينو ستونزو سر ټکوي

د کاپيسا په زندان کې بنديان له ځينو ستونزو سر ټکوي

author avatar
15 Feb 2012 - 13:24
د کاپيسا په زندان کې بنديان له ځينو ستونزو سر ټکوي
author avatar
15 Feb 2012 - 13:24

محمودراقي (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): د کاپيسا په زندان کې بنديان شکايت کوي، چې د زندان خونې د اوسېدو لپاره نه دي او د خوب لپاره بسترې او فرشونه هم ډېر زاړه او خيرن شوي، چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

زندانيان وايي، چې د کاپيسا ولايت په مرکزي زندان کې د زندان خونې خرابې دي او نور امکانات يې هم په ډېر ټيټ کيفيت کې دي، چې ټول ورسره په تکليف دي.

د بريالي په نوم يوه زنداني پژواک اژانس ته وويل، چې دى د قتل په تور له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه زندان کې پروت دى.

نوموړي وويل، د کاپيسا د مرکزي زندان کوټې ډېرې وړې دي او کټونه يې ټول مات دي، بسترې يې خيرنې او په ازاد زړه خوب په کې نه شي کولاى.

د هغه په وينا، د زندان خونو له چتونو څخه خاورې راتويېږي او ټولې کوټې نم لري، چې دوى ورسره په تنګ دي.

بريالى زياتوي، چې د زندان ساحه ډېر کمه ده او لمر هم ډېر نه لري، چې د دوى پر روغتيا بده اغېزه کوي.

يو بل زنداني ميراغا هم له دغه زندان څخه شکايت کوي او زياته يې کړه، په ياد زندان کې تشنابونه او حمامونه ټول خراب دي.

د ده په وينا، د زندان د کوټو وضع ډېره خرابه ده او دوى ډېرى وخت له ټوخي، زکام او ورته نورو ناروغيو سره مخ کېږي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، چې خواړه يې ښه دي او په دې برخه کې د کاپيسا نوي والي محراب الدين ورته پاملرنه کړې ده.

دغه راز د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي ذکرالله پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې مخکې د کاپيسا زندان ته د خپل بندي ماما زوى ليدو ته ورغلى وو د زندان حالت خراب و.

د ده په خبره، په زندان کې له زندانيانو سره د ملاقات کوونکو لپاره مناسب ځاى نه و او په يو وړوکي ځاى کې به يې ورسره ليدل کول.

دى وايي: ((د ملاقات کوونکو لپاره اوه متره ځاى و او زندانيانو او ملاقات کوونکو به خپل څادرونه غوړول او پرې کېناستل به.))

د کاپيسا د چارواکو په وينا، د کاپيسا په مرکزي زندان کې ١٧٤زندانيان موجود دي، چې څلور يې ښځې دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې د زندانيانو ستونزې پر ځاى دي او د اوسني زندان ودانۍ يو رهايشي کور دى.

د هغه په وينا، د ښاروالۍ له خوا د زندان لپاره ځمکه ورکړل شوې او په راتلونکي کال کې به پرې د يو مناسب زندان د جوړېد چارې پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((تېره اونۍ ما هم د زندانيانو حالت له نږدې وليد او رښتيا هم چې ډېر خراب و، خو موږ هڅه کوو، چې د نوي کال په لومړيو کې د نوي زندان د جوړېدو چارې پيل کړو.))

زندانيانو د خپلو دوسيو د څېړلو په برخه کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال رضايت وښود او يواځينۍ ستونزه يې د زندان لپاره د نه مناسب چاپېريال درلودل په ګوته کول.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى بيا وايي، چې ده لومړى د زندانيانو د دوسيو څېړلو ته لومړيتوب ورکړ، چې بې ګناه خلک بې ځايه ونه ځوريږي.

هغه هم وويل، چې د ودانۍ د ستونزې د لرې کولو لپاره يې هڅې پيل کړې او ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

د ده په خبره، د ودانۍ چارې به هم ډېر ژر پيل شي، د زندانيانو د مناسب ځاى د نه درلودو ستونزه به ورسره هواره شي.

د يادوني ده، چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د کاپيسا د زندان مسووليت له عدليې رياست څخه د امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شو.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.