ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمونستي دورې چارواکي: د شوروي په يرغل او ماته کې غربيانو لاس درلود

د کمونستي دورې چارواکي: د شوروي په يرغل او ماته کې غربيانو لاس درلود

author avatar
15 Feb 2012 - 15:51
د کمونستي دورې چارواکي: د شوروي په يرغل او ماته کې غربيانو لاس درلود
author avatar
15 Feb 2012 - 15:51

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د وخت د افغان حکومتونو يو شمېر دولتي مسوولين د شوروي په يرغل او ماتې خوړلو کې د غرب لاس بولي، خو مجاهدين بيا دغه خبره نه مني.

د وخت شوروي اتحاد د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په شپږمه په عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، ترڅو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې او په دې توګه خپلو اوږد مهالو اهدافو ته ورسېږي.

 خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له لس کلن يرغل وروسته د ١٣٦٧د سلواغې په ٢٦مه بېرته له افغانستانه ووتل.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لاسپوڅي واکمنۍ پر مهال يوه دولتي مسوول او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخوانى استازى نورالحق علومي وايي، چې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد په راتګ او بيا ماته کې د غربيانو او په ځانګړې توګه د امريکا د متحدو ايالتونو لاس و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکا متحدو ايالاتو غوښتل، چې په افغانستان کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د ويتنام غچ واخلي.

علومي د شورويانو تېښته او ناکامي ردوي او زياته يې کړه، چې د ډاکتر نجيب الله په مشرۍ د افغان دولت له پياوړي کېدو وروسته دغه پوځونه له افغانستان څخه ووتل.

همداراز په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنې پر مهال يوه بل دولتي چارواکى او په اوسنۍ ولسي جرګه کې د کابل پخوانى استازى ډاکتر عبدالکبير رنجبر بيا وايي، چې د شوروي پوځيانو ماته په افغانستان کې کورني او بهرني لاملونه درلودل.

د هغه په وينا، د وخت د شوروي اتحاد ځواکونه د ژنيو د پرېکړې پر اساس له افغانستان ووتل.

په ١٩٨٨زېږديز کال کې د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امريکا متحدو ايالتونو تر منځ د ژنيو پرېکړه لاسليک وشوه، چې له مخې يې شوروي بايد خپل سرتېري له افغانستان ايستلي واى.

د رنجبر په وينا، دا چې شوروي اتحاد د افغانانو د ولسي مقاومت له امله ماتې خوړلې، دا يوه اړخېزه ادعا ده، چې ځيني کسان يي کوي.

نوموړى وايي، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په ماتې کې عمده او تر ټولو مهم رول د امريکا متحدو ايالتونو درلود.

هغه زياته کړه، چې امريکا په پاکستان کې مجاهدينو ته وسلې ورکولې، ترڅو په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرتېرو پر وړاندې جګړه وکړي.

په ولسي جرګه کې د باميانو استازى او پخوانى جهادي قوماندان استاد محمد اکبري بيا وايي، چې د افغان ولس ټينګ عزم او ايمان د پخواني شوروي اتحاد د پوځيانو د ماتې لامل شول.

هغه پژواک اژانس ته وويل، پرته له شکه، چې غربيانو له افغانستان سره مرستې کولې، خو مخامخ جګړه يواځې د افغانانو پر غاړه وه.

اکبري زياتوي: ((په اوله کې نړۍ فکر کاوه، چې افغانستان هم د روسيې خاوره شوه، خو وروسته يې چې د افغانانو مقاومت وليد، له هېواد سره يې مرستې شروع کړې.))

د نوموړي په وينا، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو بې سارى مقاومت او اسلامي جذبې وکولاى شول، چې د تل لپاره د افغانانو هويت د نړۍ پر مخ ژوندى وساتي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازى مولوي عرفان الله عرفان هم په دې خبره ټينګار کوي، چې د افغانانو قوي ايماني جذبې پخواني شوري اتحاد ته ماتې ورکړې ده.

عرفان زياتوي: ((شهادت افغانانو ته بريا ښکارېده، نو ځکه يې د نړۍ زبرځواک ته ماتې ورکړه.))

عرفان هم اعتراف کوي، چې د پخواني شوروي اتحاد پوځيانو د ماتې په برخه کې غربيان شامل وو، خو زياتوي، چې نړيوالو يواځې له افغانستان سره مالي، تخنيکي او پوځي مرستې کړې دي، قربانې او مخامخ جګړه په خپله افغانانو کړې ده.

عرفان رد کړه، چې د روسانو د واکمنۍ پر مهال د وخت دولت پياوړى شو او روسان افغانستان پرېښود ته اړ شول.

هغه وايي: ((له افغانستان څخه د وتلو په خاطر روسانو د سمبول په توګه يو ضعيف حکومت رامنځته کړ، چې هر ورځ به يو يو ولايت ترې مجاهدينو نيوه.))

شوروي ځواکونو د خپل لس کلن يرغل پر مهال افغانستان ته د سر او مال درانه زيانونه واړول.

په دغې دوره کې شاوخوا يو نيم مليون افغانان و وژل شول او په زرګونو نور معلول شول او همدارنګه ګڼ شمېر زيربنايي تاسيسات هم له منځه ولاړل.

 خو په دې دوره کې سره پوځ هم درانه زيانونه وليدل.

محمداکرم اندېشمند په خپل اثر (سال هاى تجاوز و مقاومت ) کې ليکي، چې د شوروي د پوځيانو شمېر د ٥٨ او ١٣٦٨ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ١٢٠زرو ته رسېد.

د دغه اثر له مخې، په دې لس کلنه دوره کې ١٤٤٥٣ شوروي سرتېري وژل شوي، ٤٩٩٨٣ ټپيان او ٣٣٠ نور لادرکه شوي دي.

 د سره پوځ وروستى افسر جنرال بوريس ګروموف و، چې پلى او ځوړند سر له امو سينده تېر شو.

دغه پوځي جنرال له افغانستان څخه د وتلو خاطره داسې بيانوي: ((زه وروستى شوروي سرتېرى وم، چې افغانستانه ووتم، په وروستيو شېبو کې مې په خپل ځان کې لويه تشه محسوسوله؛ ځکه په مخکې مې توره او ګونګه راتلونکې وه او شاته مې خالي او په اوبو لاهو ماضي ليدله.))

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.