ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن له افغانستانه د شوروي پوځيانو د وتلو ورځ ده

نن له افغانستانه د شوروي پوځيانو د وتلو ورځ ده

author avatar
15 Feb 2012 - 11:41
نن له افغانستانه د شوروي پوځيانو د وتلو ورځ ده
author avatar
15 Feb 2012 - 11:41

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): له نن څخه دوه دېرش کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي يرغل وکړ، خو د افغان ولس له نږدې يوې لسيزې مقاومت وروسته يې له دغه هېواده پښې سپکې کړې.

شوروي د ١٣٥٨کال د مرغومي په شپږمه د وخت په عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، تر څو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې او په دې توګه خپلو اوږدمهالو موخو ته ورسېږي.

خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له نږدې لس کلن يرغل وروسته بېرته له دې خاورې ووتل.

دوى په دومره وېرېدلي حالت کې وو، چې کله د شوروي ورستنى افسر جنرال بوريس ګروموف له امو سند نه تېرېده، ترشا يې هم را ونه کتل.

دغه پوځي جنرال له افغانستانه د وتلو مهال خپله خاطره داسې بيانوي: ((زه وروستى شوروي سرتېرى وم، چې له افغانستانه ووتم، په وروستيو شېبو کې مې په خپل ځان کې لويه تشه محسوسوله؛ ځکه په مخکې مې توره او ګونګه راتلونکې وه او شا ته مې خالي او په اوبو لاهو ماضي ليدله.))

نن ورځ (د سلواغې ٢٦مه) په هېواد کې د دغې ورځې په وياړ عمومي رخصتي ده.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د خپل نږدې لس کلن يرغل پر مهال افغانستان ته د سر او مال درانه زيانونه واړول.

په دغې دوره کې شاوخوا يو نيم ميليون افغانان و وژل شول، پنځه ميليونه نور مهاجرت ته اړشول او په زرګونو نور معيوب شول او همدارنګه ګڼ شمېر بنسټيز تاسيسات هم له منځه ولاړل.

 خو په دې لړ کې سره پوځ ته هم درانه مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

افغان ليکوال محمداکرم اندېشمند په خپل اثر (سال هاى تجاوز و مقاومت) کې ليکي، چې د شوروي پوځيانو شمېر د ١٣٥٨ او ١٣٦٨کلونو ترمنځ په افغانستان کې ١٢٠زرو ته رسېده.

د دغه اثر له مخې، په دغې لس کلنه دوره کې ١٤٤٥٠شورويان وژل شوي، ٤٩٩٨٣ ټپيان او ٣٣٠ نور لا درکه شوي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.