ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان سوداګرو توکو ته د لېږد اجازه ورکړه

پاکستان د افغان سوداګرو توکو ته د لېږد اجازه ورکړه

author avatar
15 Feb 2012 - 12:06
پاکستان د افغان سوداګرو توکو ته د لېږد اجازه ورکړه
author avatar
15 Feb 2012 - 12:06

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه٩٠): په پاکستان کې د افغان سوداګرو په سوداګريزو توکو بار درول شويو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خان جان الکوزي د سلواغې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د پاکستان حکومت شاوخوا ٧٠٠ هغه يخچالي موټر، چې د افغان سوداګرو خوراکي توکي په کې بار دي، له شاوخوا دريو مياشتو راهيسې د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دغه موټر يې ځکه درولي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي، خو افغان چارواکي او سوداګر د هغو دغه ادعا بې ځايه بولي.

د پاکستان حکومت شاوخوا څلور مياشتې مخکې وروسته له هغه د دغه هېواد له لارې د ناټو پر اکمالاتو بنديز لګولى، چې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې په مومندو ايجنسۍ ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال وويل، چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو او بهرنيو چارو وزارتونو يو ګډ پلاوى پاکستان ته تللى او په وينا يې، دوى ورڅخه غوښتي، چې د افغان سوداګرو د درول شوو توکو د ستونزې د حل په اړه دې هم ورسره خبرې وکړي.

سرچينې زياته کړه، تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د افغان سوداګرو له سوداګريزو توکو بار موټرو ته يې اجازه ورکړې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، په يادو توکو کې ٢٥٠ کانټينره تازه غوښه او پاتې نور خوراکي مصرفي توکي دي.

الکوزي زياته کړه: ((پاکستان حکومت ويلي، چې دغه هېواد ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په مناسبت يې دغو توکو ته د لېږد اجازه ورکړې ده.))

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له خپلې خاورې په لنډمهال ډول د ناټو اکمالاتي توکو ته هم د لېږد اجازه ورکړې ده.

تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټينر توکي د ډېر وخت لپاره په کراچې بندر کې اېسار شوي وو، خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.