ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د حرفوي کورسونو فارغينو ته پوره وسايل نه دي ورکړل شوي

author avatar
15 Feb 2012 - 15:13
author avatar
15 Feb 2012 - 15:13

لښکرګاه (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): په هلمند کې له حرفوي کورسونو فارغ شوي زده کوونکي ګيله کوي، چې له ژمنې سره سم ورته منل شوي لوازم نه دي ورکړل شوي.

په هلمند ولايت کې تېره اونۍ شاوخوا دوه زره زده کوونکي د يوه روزنيز کورس په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ترسره کړې، چې په هره برخه د لوازمو د ورکړې ژمنه هم ورسره شوې وه.

له دغه کورس څخه يو فارغ ادريس پژواك اژانس ته وويل، چې دوى د نجارۍ په برخه كې په ياد کورس كې شپږ مياشتې حرفوي زده كړې ترسره کړې.

د هغه په خبره، د کورس د مسوولينو له خوا ورسره ژمنه شوې وه، چې د نجارۍ پوره وسايل به وركوي، خو تر اوسه يې هېڅ نه دي ورکړي.

د ده په وينا، دوى ۲۵ تنه له يو ټولګي څخه فارغ شوي دي، خو د كورس مسوولينو د ۳۵ تنو د سامانونو امر اخيستى دى.

د امان الله په نوم بل زده کوونکي پژواك اژانس ته وويل، چې له دوى سره د برېښنايي ارې، برېښنايي برمې او نورو اړينو توکو د ورکړې ژمنه شوې وه، خو دوى ته يې يواځې درې قلمه ډېر ساده سامان وركړى او پاتې نور يې په بازار کې پلورلي دي.

دى وايي، چې دوى ته يې د دوو زره افغانيو سامان هم نه دى وركړى او دا په داسې حال كې ده، چې له دوى سره د ډېرو پيسو د سامانونو د مرستې ژمنه شوې وه.

نوموړي زياته کړه: ((اوس هم ماته معلومات شته، چې موږ ته ځانګړي شوي ډېرى سامانونه په ګدامونو كې پراته دي او موږ ته يې نه راكوي.))

پر دې سربېره، د نورو برخو فارغينو هم خبريالانو ته شكايت كاوه، چې د اړوند كسبونو سامانونه يې په بازار كې پلورل شوي دي.

خو د هلمند د كار او ټولنيزو چارو رييس محمد نادر وطنوال له حرفوي زده كړو څخه د فارغو كسانو ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه، چې د دوى سامانونه د يوې موسسې له خوا، چې د حرفوي مركز چارې پر مخ بيايي، وركړل شوي دي.

د هغه په وينا، كومو كسانو ته چې تر دغه مهاله سامانونه نه دي وركړل شوي، د وېش لړۍ يې روانه ده.

نوموړي وويل، چې كه چېرې دوى ته معلومه شي، چې د زده كوونكو حق خوړل شوى دى، دوى به د اړوندې موسسې له مسوولينو پوښتنه وكړي او په درغلۍ كې ښكېل كسان به د قانون منګولو ته وسپاري.

په دې اړه د اړوند موسسې او د کورس له مسوول سره پژواک په خبرو کولو ونه توانېد او هغوى د نظر له ورکولو ډډه کوله.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.