ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر وکيلان: رد شوو کانديد وزيرانو ته بيا رايه نه شو ورکولاى

يو شمېر وکيلان: رد شوو کانديد وزيرانو ته بيا رايه نه شو ورکولاى

author avatar
16 Feb 2012 - 15:46
يو شمېر وکيلان: رد شوو کانديد وزيرانو ته بيا رايه نه شو ورکولاى
author avatar
16 Feb 2012 - 15:46

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، تر هغه چې د جرګې د کورنيو دندو اصول تعديل نه شي، جرګه هغو کانديد وزيرانو ته رايه نه شي ورکولاى، چې يو ځل يې د همدغو وزارتونو لپاره رد کړي وي.

خو د جرګې يو شمېر غړي او د چارو پوهان وايي، له دې امله، چې کانديد وزيران د جرګې په تېره دوره کې رد شوي، اوسنۍ ولسي جرګه کولاى شي، چې د تېرې دورې رد شوو کانديد وزيرانو ته رايه ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي نهه کانديد وزيران د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژندل، خو په دې ډله کې اوه يې هغه کسان دي، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کانديد وزيرانو په توګه جرګې ته ور پېژندل شوي وو، خو د باور رايه يې ه وه ترلاسه کړې.

له يادو نهو کسانو څخه د اوبو او برېښنا وزارت لپاره محمد اسماعيل خان، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره انجنير اميرزى سنګين، د عامې روغتيا لپاره ډاکتر ثريا دليل، د ښځو چارو وزارت لپاره حسن بانو غضنفر، د لوړو زده کړو وزارت لپاره ډاکتر عبيدالله عبيد، د کليو پراختيا وزارت ته ويس احمد برمک او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره داوود علي نجفي د کانديد وزيرانو په توګه معرفي شوي او هغه کسان دي، چې په تېره دوره کې د همدغو وزراتونو لپاره کانديد شوي وو، خو د باور رايه يې تر لاسه نه کړه.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسي جرګې له لوري د رد شوو کسانو دويم ځل معرفي کېدل د جرګې د داخلي دندو د اصولو خلاف دي.

 د ولسي جرګې د داخلي دندو اصولو په ٧٦مه ماده کې راغلي: ((وړانديز شوي وزير يا د اساسي قانون د ٦٤مې مادې په ١١مه او ١٢مه فقره کې مندرج ذوات، که له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه نه کړي، په عين پوست کې د دويم ځل لپاره نه شي معرفي کېداى.))

سعادتي وايي، ولسي جرګه بايد د داخلي دندو په اصولو کې بدلون راولي او وروسته تر هغه يادو کانديد وزيرانو ته رايه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((اوس نو تصميم زموږ په لاس کې دى، چې دغه کسان منو او که نه، په داخلي دندو کې بدلون رالو او که نه؟))

په ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکيبا هاشمي هم وايي، چې لومړى بايد د ولسي جرګې د داخلي دندو په اصولو کې بدلون راوستل شي او وروسته يادو کسانو ته رايه ورکړل شي.

هاشمي زياته کړه، چې حکومت له يادې ستونزې د مخنيوي په موخه کولاى شول، چې نور کسان يې معرفي کړي واى.

هغې زياته کړه: ((موږ تر دوى ډېر ښه او پوه کدرونه لرو، چې بايد معرفي شوي واى.))

د هاشمي په وينا، ولسي جرګه بايد معامله ونه کړي او له اصولو سره سم په کار پوه او مسلکي کسانو ته رايه ورکړي.

خو په دغې جرګه کې د بلخ استازى او نايب منشي احمد فرهاد عظيمي وايي، چې ولسي جرګې ته د يادو ٧ کانديد وزيرانو معرفي کېدل هېڅ قانوني ستونزه نه لري.

دى وايي، چې ياد کسان د ولسي جرګې د پنځلسمې تقنيني دورې له خوا رد شوي او کېداى شي، چې اوسنۍ دورې ته بيا د کانديد وزير په توګه ور وپېژندل شي او جرګه د رد يا تاييد رايه ورکړي.

عظيمي زياتوي: ((په اوسنۍ ولسي جرګه کې دوه ثلثه کسان نوي راغلي، بايد چې خپل د خوښې کانديد وزير ته رايه ورکړي، دلته هېڅ قانوني ستونزه نشته او حکومت هم همدغه استدلال کوي.))

په ولسي جرګه کې د خوست استازى ميربت خان منګل هم د عظيمي خبرې تاييدوي.

هغه وايي، چې هر څوک د کار کولو حق لري او ولسي جرګه بايد له چا څخه دغه حق وانه خلي.

ده، چې په تېره دوره کې يې د مشرانو جرګې غړيتوب درلود، زياته کړه: ((موږ خو دغه کسان نه دي رد کړي، دغه کسان خو تېرې ولسي جرګې رد کړي، موږ بايد رايه ورکړو.))

د حقوقي چارو پوهان هم وايي، چې اوسنۍ ولسي جرګه کولاى شي، چې د دې جرګې د تېرې دورې له خوا رد شوو کانديد وزيرانو ته رايه ورکړي.

د حقوقي چارو پوه عبدالستار سعادت وايي، چې د ولسي جرګې د کورنيو دندو اصول يواځې د جرګې په کورني نظم ساتلو او د جرګې د غړو د فعاليت په اړه دي، او نه شي کولاى له حقوقي پلوه ولسمشر ته کوم تکليف وضع کړي.

د ده په وينا، هر تقنيني سند د جغرافيې او اشخاصو له مخې پلى کېږي، چې د دغه سند جغرافيه ولسي جرګه ده او اشخاص يې د جرګې غړي دي.

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١١مې فقرې له مخې ولسمشر واک لري، چې د ولسي جرګې په تاييد وزيران وټاکي.

سعادت همداراز وايي، چې له زماني پلوه ولسي جرګه نوې شوې ده او له قانوني پلوه د رد شوو کسانو بيا جرګې ته پېژندل ستونزه نه لري.

د ده په وينا، جرګې د کانديد وزير معرفي کېدل او د اعتماد د رايې نه ترلاسه کول په جرم محکومېدل نه دي او دا په دې مانا نه ده، چې هغوى نور هېڅکله دې څوکۍ ته بيا نه شي کانديداى.

خو هغه زياته کړه: ((سياسي اخلاق داسې حکم کوي، چې که يو څوک د ولس د استازو د اعتماد وړ ونه ګرځېد، که رييس جمهور دويم ځل دغه کسان ور معرفي کوي، دا په دې معنا ده، چې د جرګې وخت ضايع کول دي.))

حقوقي کارپوه او د ولسي جرګې پخوانى غړى عبدالکبير رنجبر وايي، چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې که کانديد وزير له ولسي جرګې د باور رايه وانه خلي، ولسمشر د جرګې په هماغه دوره کې نه شي کولاى، رد شوى کانديد په هماغه پست کې بيا جرګې ته ور وپېژني.

د ده په اند، اوس چې جرګې نوې شوې، ولسمشر کولاى شي د تېرې دورې رد شوي کانديد وزيران د باور رايې ترلاسه کولو لپاره بيا جرګې ته ور وپېژني او جرګه رايه ورکړي.

ولسي جرګې ته په معرفي شوو نهو تنو کې پنځه يې هغه کسان دي، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د سرپرست وزيرانو په توګه کار کوي او بېرته د همدغو وزارتونو د کانديد وزيرانو په توګه معرفي شوي دي.

دغه کسان په داسې حال کې د شاوخوا دوو کلونو لپاره د سرپرستانو په توګه پاتې شوي، چې د ولسي جرګې له خوا د سرپرستۍ د تصويب شوي قانون له مخې سرپرست وزير له يوې مياشتې څخه زياته موده د سرپرست په توګه دنده نه شي ترسره کولاى.

 له يادو نهو کسانو څخه د لوړو زده کړو وزارت لپاره معرفي شوى کانديد عبيدالله عبيد دغه مهال په ايران کې سفير دى او ويس برمک د کليو د پراختيا وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي، چې اوس د دغه وزارت لپاره د کانديد وزير په توګه وړانديز شوى دى.

دا مهال جارالله منصوري د کليو د پراختيا د وزير او سرور دانش د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

د يادولو ده، چې له يادو نهو کسانو څخه د ښار جوړونې وزارت ته حسن عبدالهى او د فوايد عامې وزارت لپاره انجنير نجيب الله اوجن ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.