ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د بورې بيه ټيټه شوې

په کابل ښار کې د بورې بيه ټيټه شوې

author avatar
16 Feb 2012 - 13:13
په کابل ښار کې د بورې بيه ټيټه شوې
author avatar
16 Feb 2012 - 13:13

کابل ښار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د بورې بيه راټيټه شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.

د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره پنجشنبې يوه پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ٢زره افغانۍ پلورل کېده، خو نن يې بيه ١٨٠٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.

د ده په وينا، چې د بورې بيه، د هغې د وارداتو د زياتېدو له امله رالوېدلې ده.

خو د سرچينې په وينا، نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کېلويي پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، د پنځوس کيلو لومړي درجه پاکستاني اوړو بيه ٩٨٠ افغانۍ، د ٥ کيلويي پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤١٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شنه چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار د قلعه فتح الله د دريم سړک هټۍ وال خان محمد وايي، چې نن په پرچون ډول پنځوس کيلو لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٧٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو برازيلۍ بوره په ٢٠٥٠ افغانۍ پلوري.

ده زياته کړه، چې پنځوس کيلو لومړي درجه پاکستاني اوړه په ١٠٢٠ افغانۍ، پنځه کيلويي پيپ سپين غر غوړي په ٤٣٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو اندونيزيايي شين چاى په ١٨٠ افغانيو پلوري.

 د سون توکو بيو هم بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د تايمني د تېلو ټانک کارکوونکى محمدصديق وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو لېتر پټرولو بيه ٦٢ افغانۍ او د ډېزل په ٦٤ افغانۍ دي.

د کابل ښار په قلعه فتح الله سيمه کې يوه ګاز پلورونکي شمس الله هم وويل، چې د تېرې اونۍ په شان يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري.

 دا په داسې حال ده، چې په شاوخوا دېرشو دولتي هټيو کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په قلعه چې سيمه کې د لرګيو يوه پلورونکي فضل محمد وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار د ارچې لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې، زر پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٩٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې مشر محمدامين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٩،٣٥ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٥٤٧ افغانيو پېرل کېږي.

تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٩،٣٧ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٧ افغانيو پېرل کېدې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.