ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ په کرکټ کې پېښور ته ماتې ورکړه

author avatar
16 Feb 2012 - 14:55
author avatar
16 Feb 2012 - 14:55

دکونړ ولايت د کرکټ بورډ استازي عادل پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ په مرکزي لوبغالي کې د پېښور او کونړ د منتخبو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د سولې جام ترنامه لاندې ترسره کېږي.

ده وويل، چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پېښور لوبډلې لومړۍ پچه وګټله او د بېټينګ کولو پرېکړه يې وکړه.

د هغه په وينا، د پېښور لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٠ منډې جوړې کړې او د کونړ لوبډلې ته يې ٢٢١ منډې هدف وټاکه.

نوموړي وويل، چې د کونړ لوبډلې ياد هدف په ٢٧ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې د ځان په ګټه پاى ته ورسوله.

دى وايي، چې د پېښور په لوبډله کې سيدالرحمن ٦٩ او ساجد ٤٦ منډې جوړ کړې.

د عادل په وينا، د لوبې غوره لوبغاړى د کونړ لوبډلې بېټ وهونکى خان محمد شو، چې په ١٩ بالونو يې ٦٨ منډې جوړې کړې.

نوموړي زياته کړه، چې د کونړ د لوبډلې بېټ وهونکي پاچاحسين ٧١ منډې جوړې کړې او بالر وليد د مقابل لوري درې لوبغاړي وسوځول.

د عادل په خبره، يادې سيالۍ به دوه ورځې نورې هم دوام وکړي.

د پېښور د کرکټ لوبډلې روزونکي پژواک اژانس ته وويل، دغه لومړى ځل دى، چې د لوبو لپاره کونړ ولايت ته راځي.

د هغه په وينا، له دغو لوبو څخه يې موخه د دوو هېوادونو ترمنځ د دوستى پياوړتيا او د تجربو شريکول دي.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې هم د پاکستان په پېنډۍ کې د کونړ لوبډلې د پېښور له لوبډلې سره درې سيالۍ ترسره کړې وې، چې ټولې د کونړ لوبډلې په ګټه پاى شوې وې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.