کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې د قطر د نجونو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د هېواد د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي استاد وحيد، د قطر له پلازمېنې دوحې څخه د سلواغې په ٢٨مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه تېره ورځ ناوخته په دوحه ښار کې ترسره شوه.
استاد وحيد وايي، چې په دې دوستانه لوبه کې د افغانستان د نجونو ملي لوبډلې خپل قطري سيال ته دوه په صفر ماتې ورکړه.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري دواړه ګولونه د مرجان حيدري په نوم لوبغاړې له خوا ووهل شول.
هغه زياته کړه چې دا يوه دوستانه لوبه وه، چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د پرمختګ په موخه د قطر د نجونو د فوټبال د فدراسيون په بلنه پر لاره اچول شوې وه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن