اسلام اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د پښتو د غزل د بابا زوى او وتلى شاعر مراد شينوارى د ورپېښې ناروغۍ له امله د٨٥ کلونو په عمر ومړ.
نوموړى له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې د بډوډو او زړه پر ناروغۍ اخته و او د پاکستان د پېښور ښار په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
د پېښور د لوى ملکي روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر عنايت الرحمن د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مراد شينوارى نن سهار په پاو کم نهه بجې په حق ورسېد.
هغه زياته کړه، چې د مراد شينواري روغتيايي حالت له تېرو دوو مياشتو راهيسې ډېره خراب شوى و او جنازه يې خپلې پلارنۍ سيمې لنډي کوتل ته استول شوې ده.
د مراد شينوارى د جنازې مونځ به نن مازديګر په لنډي کوتل کې ادا کېږى او وروسته به په خپله پلارنۍ هديره، چې په خوګه خېلو کلي کې ده، خاورو ته وسپارل شي.
مراد شينوارى د پښتو د غزل د بابا حمزه بابا يواځېنى زوى و او ٨٥ کاله مخکې د خيبر ايجنسۍ د لنډي کوتل سيمه کې زېږېدلى و.
هغه په پښتو ژبه کې ماسټري کړې وه او د پېښور په پښتو اکاډمۍ کې يې د کتابخانې د مسوول په توګه دنده ترسره کړې وه.
دغه راز هغه د پاکستان په ملي راډيو کې هم دنده لرله او له همدې دندې څخه تقاعد شو.
نوموړى د شعري ټولګو د چاپولو ترڅنګ ډېر ښه ډرامه ليکوونکى هم و او د ګڼ شمېر پښتو فلمونو سناريو ګانې يې هم ليکلې دي.
د يادونې ده، چې ولسمشر حامد کرزي تېره مياشت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د مسوولينو په وسيله د هغه پوښتنه او ورسره يې مالي مرسته کړې وه.