ژبه

حامد کرزى : شپني عمليات او د بګرام زندان سپارل افغانانو ته مهم دي

محمد اصف احمدزى

۳۰ سلواغه ۱۳۹۰ - ۰۰:۰۰

Views: ۸۲

کابل ( پژواک دکب ٣٠سلواغه ٩٠): حامد کرزي د نړيوالو ځواکونو د شپنيو عملياتود بندېدو او افغانستان ته د بګرام زندان مسووليت د سپارلو په اړه وويل چې دا موضوعات د افغانستان د خلکو لپاره د مهمو مسايلو له جملې څخه دي او د خلکو عامه ذهنيت له هغو سره ډېر حساس دى.

حامد کرزي نن ( د سلواغې ٣٠مه) له غرمې مخکې د جان مکين په مشرۍ د امريکا د متحده ايالاتو د سنا له پلاوي سره وکتل.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د سلواغې په ٣٠مه د جمهوري رياست  لخوا پژواک خبري اژانس  ته رسېدلې ده، راغلي ، چې په دې ليدنه کې دواړو خواوو له افغانستان سره د امريکا د اوږدمهالو همکاريو او افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په اړه خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې د امريکا د سنا پلاوي د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په اړه د شويو پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده او هيله يې وکړه ، څو له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو پر سند خبرې پايلې ته ورسېږي او د شيکاګو له کنفرانس څخه مخکې لاسليک شي.

حامد کرزي وويل : ” په دوديزه لويه جرګه کې د خلکو استازيو ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د سند په لاسليکولو سره موافقت وکړ، خو په دې برخه کې يې خپل شرطونه هم کېښودل. “

همدارنګه ولسمشر زياته کړه چې د افغانستان خلک غواړي ، چې د ستراتيژيکو همکاريو سند په داسې ډول لاسليک شي، چې ددوه خپلواکو او حاکميت لرونکو هېوادونو د توافق ښکارندوى وي.

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې په دې ليدنه کې ولسمشر کرزي د نړيوالو ځواکونو د شپنيو عملياتو د بندېدو او افغانستان ته د بګرام زندان چارو د سپارلو په اړه وويل چې دا موضوعات د افغانستان د خلکو لپاره له مهمو مسايلو څخه دي او د خلکو عامه ذهنيت يې پر وړاندې ډېر حساس دى.

د يادونې ده، چې د امريکا د سنا مجلس د پلاوي په ترکيب کې لنزي ګراهام ، جان هوفم، ريچارد بلومنتل او جيف سيشن شامل وو.

همدارنګه په دې ليدنه کې د افغانستان لخوا د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د  جمهوري رياست د مقام دفتر رييس عبدالکريم خرم ګډون درلود.