ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يوه وکيل داعتراض په توګه خپل لاسونه او پښې ولچک کړي وو

د ولسي جرګې يوه وکيل داعتراض په توګه خپل لاسونه او پښې ولچک کړي وو

author avatar
19 Feb 2012 - 12:28
د ولسي جرګې يوه وکيل داعتراض په توګه خپل لاسونه او پښې ولچک کړي وو
author avatar
19 Feb 2012 - 12:28

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠) د ولسي جرګې مشر په جرګه کې د کندهار د خلکو له استازي عبدالرحيم ايوبي څخه بښنه وغوښته او د جرګې دويم مرستيال يې خوله، لاسونه او پښې، چې د اعتراض په توګه يې تړلي و، خلاص کړل.

ايوبي نن سهار د جرګې د تېرې ورځې پر پرېکړه او د اداري پلاوي پر چلند د اعتراض په توګه خپله خوله تړلې، لاسونه او پښې يې ولچک کړي وو.

تېره ورځ د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په بوديجه کې د بدلون راوستو او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د ملکي تلفاتو په اړه د ولسي جرګې له خوا استيضاح شول، خو د جرګې له خوا د رايو په اکثريت د يادو وزيرانو څرګندونې د قناعت وړ وبلل شوې.

نن سهار عبدالرحيم ايوبي په داسې حال کې، چې خوله يې تړلې وه، په لاسونو او پښو کې يې ولچک و او توره ټوټه يې پر سر اچولې وه، د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ننوت.

وروسته هغه د وکيلانو په غوښتنه د لږ وخت لپاره خپله خوله خلاصه کړه او ويل يې، ځکه يې خوله، لاسونه او پښې تړلې، چې تېره ورځ اداري پلاوي ده ته د خبرو وخت نه دى ورکړى او د يادو وزيرانو په اړه د جرګې پرېکړه سمه نه وه.

ده ويل، د جرګې پرېکړه ځکه پر ځاى نه وه؛ چې د دواړو وزيرانو لپاره د نه باور رايې په موخه يو ځاى د جرګې له غړو څخه وغوښتل شول، چې موافق (شنه) او يا د رد (سره) کارتونه پورته کړي.

د ده په وينا، بايد د هر وزير لپاره په ځانګړي ډول د جرګې د غړو رايه اخيستل شوې واى.

ايوبي غوښتنه کوله، چې د رييس په ګډون دې د جرګې د اداري پلاوي ټول غړي استعفى ورکړي.

ده تور پورې کړ، چې د اداري پلاوي غړي د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي ګوندونو تر اغېز لاندې دي.

د جرګې ځيني نورو غړو هم د ايوبي ملاتړ کاوه.

په جرګه کې د پکتيا استازي کمال ناصر وويل، چې که د ايوبي غوښتنې ونه منل شي، دى او يو شمېر نور وکيلان به هم په ورته اعتصاب لاس پورې کړي.

وروسته د دې موضوع لپاره د جرګې له خوا يو پلاوى وټاکل شو او له ايوبي سره يې ځانګړې ناسته وکړه.

له دغه پلاوي څخه ايوبي غوښتي و، چې اداري پلاوى بايد له ده څخه بښنه وغواړي او د ده د لاسونو او پښو ولچک خلاص کړي.

نږدې غرمه مهال د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له دې امله، چې تېره ورځ ايوبي ته د خبرو نوبت نه و ورکړل شوى، له هغه بښنه وغوښته او د ولسي جرګې دويم مرستيال نعمت الله غفاري يې لاسونه او پښې ور خلاص کړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.