قلعه نو (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): هغه ٣٧٠ وسلوال مخالفين، چې له دولت سره يوځاى شوي وو، د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې يې بېلابېلې حرفوي زده کړې کړې دي.
د بادغيس ولايت د سولې د عالي شورا مشر حاجي عبدالخليل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو کسانو د ترکاڼۍ، خياطۍ، ګلدوزۍ، ګلکارۍ، د مچيو روزلو، د ماين پاکۍ او بڼوالۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
سرچينې څرګنده کړه، چې دغو کسانو د بادغيس د قادس، مقر، ابکمري او بالامرغاب ولسواليو په کليو کې د دولت پر ضد وسلوال فعاليتونه کول.
نوموړي د داسې روزنيزو پروګرامونو په لاره اچول د نورو هغو کسانو لپاره، چې له دولت سره پر وسلوال مخالفت اخته دي، د سولې له پروسې سره د يوځاى کېدو په برخه کې ګټور وبلل او زياته يې کړه، چې دغه پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د يوې ٢٠ کسيزې ډلې قوماندان ملا سليم، چې تېر کال يې له وسلوال مخالفت څخه لاس اخيستى و، پژواک ته وويل: ((په دغه پروګرام کې مې د مچيو روزلو کار زده کړ او اوس کولى شم، چې په بازار کې ګبين خرڅ کړم.))
سرچينې په ډاګه کړه، چې په دغه روزنيز پروګرام کې د هغه نورکسان هم شامل وو او کسبونه يې زده کړل.
خو له دولت سره يو شمېر يو ځاى شوي له دغه پروګرام څخه سر ټکوي او وايي، داسې پروګرامونه له ژمنې سره سم نه ترسره کېږي، چې دغه کار لامل کېږي، څو هغوى دوباره له مخالفينو سره يوځاى شي.
ملا محمديوسف، چې په ابکمري ولسوالۍ کې له خپلې ٢٥ کسيزې ډلې سره له دولت سره يو ځاى شوى دى، پژواک ته وويل: ((له اتو مياشتو را په دېخوا د خپلو کسانو لګښت زما پر غاړه دى او چا موږ ته کوم کار نه دى کړى.))
نوموړي زياته کړه، چې له دولت سره يو ځاى شوي زيات شمېر کسان دمګړۍ وزګار او په هېڅ روزنيز پروګرام کې شامل شوي نه دي.
د دغه قوماندان په وينا، که چېرې دا کسان د اوږدې مودې لپاره روزنيزو پروګرامونو کې شامل نه شي، ښايي بيا له مخالفينو سره يو ځاى شي او د دولت پر ضد فعاليت وکړي.
خو د بادغيس د سولې شورا چارواکي وايي، چې د روزنيزو پروګرامونو بهير او د کار پيدا کولو چانس د نورو هغو کسانو لپاره، چې له دولت سره يو ځاى شوي دي، همدارنګه دوام لري.
د بادغيس د سولې د عالي شورا مشر حاجي عبدالخليل وويل، چې له تېر کال راپه دېخوا د دې شورا له پيل څخه ١٢٢٩تنه له دولت سره يو ځاى شوي او هغوى هڅه کوي، څو د دغو کسانو لپاره روزنيز پروګرامونه په لاره واچوي.
هغه څرګنده کړه، چې د دغو کسانو لپاره په ورته وخت کې نه شي کولاى، څو روزنيز پروګرامونه جوړ کړي او دغه کار وخت ته اړتيا لري.