ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې سړې هوا شل تنه مړه کړي

په غزني کې سړې هوا شل تنه مړه کړي

author avatar
19 Feb 2012 - 17:43
په غزني کې سړې هوا شل تنه مړه کړي
author avatar
19 Feb 2012 - 17:43

غزني ښار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د غزني د اب بند يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د لارو د بندېدو او سړې هوا له امله اته مېرمنې، ١٢ ماشومان او لسګونه څاوري مړه شوي دي.

 د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ قومي مشرانو او د سيمه ييزې شورا استازو، نن (د سلواغې ٣٠مه) له ولايتي شورا سره د دې ستونزې په اړه خبرې وکړې.

 د دې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مرستيال شريف الله شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سوېلي او شمالي اب بند تر منځ لاره تړلې ده.

 د ده په وينا، د سړې هوا او لارو د بندېدو له امله اته مېرمنې د زېږون پر مهال، ١٢ ماشومان او شاوخوا ٤سوه څاروي هم د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

 ده زياته کړه، چې په سوېلي اب بند کې د خوراکي توکو د کمښت له امله هم خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.

 شريفي وايي، چې که سيمې ته ژر تر ژره مرسته ونه رسول شي، د يو بشري ناورين د رامنځ ته کېدو وېره شته ده.

 د غزني د ولايتي شورا استازي هم وايي، چې په اب بند کې ستونزې شته؛ خو د وروستيو پېښو په اړه به پلټنه کوي.

 د ولايتي شورا غړى سيد عبيدالله شېراغا پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتي راهيسې په اب بند کې لارې تړلې دي او د دغې ولسوالۍ خلکو او قومي مشرانو له دوى څخه غوښتي، چې سيمې ته درمل او خوراکي توکي ورته ولېږدول شي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه به له ولايتي ادارې او عامې روغتيا رياست سره ستونزه شريکه کړي، تر څو يې بېړنۍ چاره ولټوي.

 اب بند د غزني د مرکز سوېل ته په شاوخوا اويا کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او د دې ولسوالۍ سوېلي او شمالي برخه يو لوى سيند سره بېلوي، چې د دې سيند اوبه د مقر ولاړو اوبو (وستازې) سره ګډېږي.

 د غزني د والي وياند مدثر افغان هم دا مني، چې د سوېلي او شمالي اب بند تر منځ لاره تړلې ده، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

 نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د سړې هوا له امله اوښتي مالي او ځاني زيانونه په رسمي توګه نه شي تاييدولى؛ خو په اړه به يې پلټنه وکړي او دغه راز به د سيمې لپاره بېړنۍ مرستې هم چمتو کړي.

 په غزني کې د درنو واورو د ورښت له امله له اب بند پرته د څو نورو ولسواليو لارې هم تړلې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.