ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف درې ايټالوي سرتېري ووژل شول

author avatar
20 Feb 2012 - 13:44
author avatar
20 Feb 2012 - 13:44

کابل ( پژواک د کب لومړۍ ٩٠ ) : د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي ،چې په افغانستان کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا دکب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا سرتېري يې نن دافغانستان په لوېديځ کې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

خو ايساف په دې خبرپاڼه کې د عملياتو کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.

بايد وويل چې دافغانستان په لوېديځ کې ډېرى امريکايي، ايټالوي او هسپانوي سرتېري مېشت دي.

بلخوا ايټالوي رسنيو خبر ورکړى، چې وژل شوي سرتېري ايټاليايي دي.

ايټاليا په افغانستان کې ٤٠٠٠ سرتېري لري او تر اوسه يې ٤٥ سرتېري وژل شوي دي.

په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٥ تنو ته ورسېده،دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.