ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې دکانکور د ازموينې لومړى پړاو ترسره شو

په کابل کې دکانکور د ازموينې لومړى پړاو ترسره شو

author avatar
20 Feb 2012 - 14:33
په کابل کې دکانکور د ازموينې لومړى پړاو ترسره شو
author avatar
20 Feb 2012 - 14:33

کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠):د کابل ولايت  د دولسم ټولګيو فارغانو د کانکور ازموينې په لومړي پړاو کې ، چې نن ترسره شو ، ١٢٥٠٠ نجونو او هلکانو برخه  واخيسته.

نننۍ ازموينه د کابل د ښوونې او روزنې، طبي  او پل تکنيک پوهنتونونو او د لويې جرګې په خېمه کې واخيستل شوه او په دې ازموينه کې د کابل ښار د ٤٠ لېسو فارغانو برخه لرله .

دلوړو زده کړو وزارت د محصلينو د چارو مرستيال بري صديقي د يادې ازموېنې د پېل پرمهال خبريالانو ته وويل چې د نننۍ ازموينې  د ګډونوالو ٤٢ سلنه نجونې جوړوي .

په پل تکنيک کې د ازموينې يوې ګډونوالې شکيلا، چې دکابل ښار له  زرغونې لېسې  فارغه شوې، پژواک خبري آژانس ته وويل : (( د ازموينې پوښتنې اسانه دي، خو هرڅوک نشي کولى، چې دخپلې خوښې پوهنځي ته ورشي ،ځکه چې د ګډون کوونکيو شمېره ډېره ده.))

دې د ازموينې له بهير څخه خوښي وښوده او ويې ويل ، هيله لري چې د ژورناليزم پوهنځي ته لار ومومي.

برى صديقي وايي، چې د کابل ولايت د دولسم ټولګيو د پاتې فارغانو د کانکور ازموينه به سبا او بله ورځ په کابل کې واخيستل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل له  ولايت څخه  د کانکور ازموينې لپاره ٣٨ زره د دولسم ټولګيو فارغانو نوم ليکنه کړې ده .

د هغه په وينا،د نورو ولايتونو دکانکور ازموينه پاى ته رسېدلې او  د کب په ١٥ مه به د هغو زده کوونکيو د کانکور ازموينه واخيستل شي، چې له هېواد څخه بهر دي او يا د ازموينې له تېرو پړاوونو پاتې شوي دي.

د ده په وينا، د متفرقه کانکور ددې ازموينې لپاره د شموليت د کارت وېش به د کب په لسمه ، پېل شي .

صديقي ونه ويل چې دهېواد په کچه تر اوسه څومره کسانو د کانکور په ازموينه کې وڼده اخيستې ده، خو ويې ويل چې سږ کال د کانکور د  ازموينې لپاره ١٦٠ زره د دولسم ټولګيو فارغانو نوم ليکنه کړې او کېداى شي ، چې له دې ډلې څخه  شاوخوا ١٥٠ زره کسان په ازموينه کې  ګډون وکړي.

ده وويل چې  سږ کال به د کانکور له ګډونوالو  څخه  ٣٥ زره تنه د لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شي او تمه ده ، چې ٥٠ زره نور يې د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسې جذب کړي.

دى وايي ، چې د کانکور د ازموينې پايلې به د راتلونکې کال (١٣٩١) په پېل کې اعلان شي .

تېر کال د کانکور په ازموينه کې ١٢٨ زره تنو ګډون درلود ، چې له دې ډلې څخه شاوخوا ٣٠ زره تنه د لوړو زده کړو دولتي موسسو او ٢٢ زره د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شول .

دا مهال په هېواد کې لسګونه  د لوړو او نيمه لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم فعاليت کوي ، خو په دې موسسو کې زده کړې د پيسو په بدل کې تر سره کيږي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.