ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت د ستراتيژيک تړون په اړه پر خپل دريځ ولاړ دى

افغان حکومت د ستراتيژيک تړون په اړه پر خپل دريځ ولاړ دى

author avatar
21 Feb 2012 - 13:22
افغان حکومت د ستراتيژيک تړون په اړه پر خپل دريځ ولاړ دى
author avatar
21 Feb 2012 - 13:22

کابل (پژواک ٢ کب ٩٠): افغان حکومت له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لپاره يو ځل بيا د بهرنيو ځواکونو د شپې د عملياتو پر درېدو او افغان لوري ته د بهرنيو زندانونو د چارو پر سپارلو ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د سناتور جان مکين (John McCain) او ليندسي ګراهام (Lindsey Graham) په ګډون د امريکا د متحدو ايالتونو د سنا مجلس پنځه کسيز پلاوى کابل ته په خپل وروستي سفر کې، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې عمليات ګټور وبلل او ويې ويل، چې لا هم د دغو عملياتو دوام ته اړتيا ده.

سناتور ګراهام وويل، چې دغه عمليات بايد له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډ نه شي.

خو د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان دولت په دې اړه پر خپل مخکني دريځ ولاړ دى.

دى وايي، چې د شپې د عملياتو درېدل او افغان لوري ته د بهرنيو زندانونو سپارل د افغانستان له خوا د دغه تړون د لاسليک لپاره له شرطونو څخه دي.

هغه وويل، چې د ستراتيژيک سند تر لاسليک مخکې بايد په دې برخه کې د دواړو لوريو ترمنځ شته ستونزې حل شي.

دغه مهال د افغانستان حکومت او د امريکايي لوري ترمنځ د دغه تړون پر سر، چې په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو جوړېدل يې يوه مهمه برخه ده، خبرې روانې دي.

ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

دوديزې لويې جرګې هم د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى وو.

د ولسمشر وياند وويل، د افغانستان حکومت مسووليت لري، چې د دوديزې لويې جرګې پرېکړې، له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له متحدو ايالتونو سره په ستراتيژيک تړون کې، په نظر کې ونيسي.

خو ځيني سياسي کارپوهان بيا د امريکا له خوا پر شپنيو عملياتو ټينګار، له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون د ځنډولو يوه پلمه بولي او ځيني نور وايي، امريکا ځکه د شپې پر عملياتو ټينګار کوي؛ چې د مخالفينو د ځپلو لپاره يې ګټور بولي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې له خوا چاپې هغه څه دي، چې افغان حکومت يې په وار وار د بندولو غوښتنه کړې، خو ناټو هم ويلي چې د وسلوالو د ځپلو لپاره د شپې عمليات يو اغېزناک تاکتيک دی.

سياسي کارپوه احمد وحيد مژده وايي، چې د امريکا له خوا د شپې پر عملياتو ټينګار له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون د ځنډولو لپاره يوه پلمه ده.

د هغه په اند، امريکا به دغه تړون تر هغه وځنډوي، چې له طالبانو سره په خبرو کې هوکړې ته ورسېږي.

دى وايي، دغه مهال د دغه تړون لاسليک کولاى شي په قطر کې له طالبانو سره د امريکا روانې خبرې ټکنۍ کړي.

د ده په باور، له افغان حکومت سره د تړون لاسليک کېدل له افغانستان څخه د امريکايانو د نه وتلو په معنى دى او له امله يې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ خبرې خپل مفهوم له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتو ټينګار کړى دى.

خو د مژده په خبره، امريکايان هيله من دي، چې ګوندې طالبان به هم د ياد شوي ستراتيژيک تړون په اړه په خپل دريځ کې يو څه نرم والى راولي.

د مژده په باور، اوسمهال په افغانستان کې د دغه تړون د لاسليک لپاره شرايط هم برابر نه دي؛ ځکه چې که د افغانستان حکومت دغه تړون لاسليک هم کړي، د دې امکان ډېر دى چې د ملي شورا له خوا رد شي.

 د هغه په وينا، د افغانستان حکومت بايد د بهرنيو ځواکونو د شپې عملياتو د بندولو او د زندانونو د چارو د سپارلو په اړه پر خپل دريځ ودريږي؛ ځکه چې د بهرنيانو له خوا د شپې او خپلسري عمليات د خلکو کرکه زياتوي او جګړه اوږدېږي.

خو سياسي کارپوه احمد سعيدي بيا وايي، چې د افغانستان حکومت له مخالفت سره سره به، بهرني ځواکونه د شپې عملياتو ته دوام ورکړي.

هغه وايي، د افغانستان حکومت به له خپل دغه دريځه واوړي او تړون به لاسليک کړي؛ ځکه چې د ده په باور، پاکستان ته له سفر وروسته ولسمشر کرزى نور د دغه هېواد له رښتينې همکارۍ ناهيلي شوى او له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له لاسليک پرته بله هېڅ لار نه لري.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د چارو د يادو شنونکو څرګندونې د هغوى شخصي نظرونه وبلل او ويې ويل، چې د بيان د ازادۍ له مخې کولآى شي هر څوک خپل نظر څرګند کړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.