ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کمرک رييس د ٨٣٢ ميليونه افغانيو د ورکې راپورونه رد کړل

author avatar
21 Feb 2012 - 14:09
author avatar
21 Feb 2012 - 14:09

جلال اباد (پژواک ٢ کب ٩٠): د ننګرهار د ګمرک رييس هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د تورخم له سرحدي بندر څخه سلګونه ميليونه افغانۍ ورکې شوې او يا سوداګرو مالونه له ګمرکي محصول پرته واردکړي دي.

د ګمرک رييس خليق الله دغه څرګندونې د کب په ٢مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه د اداري فساد او رشوت پر وړاندې د مبارزې د دفتر هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګوندې له تورخم ګمرکه ٨٣٢ ميليونه افغانۍ ورکې شوې او يا د سوداګرو مالونو فرار کړى.

د اداري فساد او رشوت پر وړاندې د مبارزې د دفتر رييس عزيز الله لودين پرون په کابل کې رسنيو ته وويل، چې د حيرتان او تورخم په بندرونو کې څه باندې درې ميليارده افغانۍ ورکې دي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د تورخم د قضيې جزئيات دوى لويې څارنوالۍ ته استولي او هغوى يې په اړه پلټنه کوي.

لودين ويلي: ((زموږ د پلټنو پر بنسټ په تورخم کې اته سوه او نهه دېرش ميليونه افغانۍ په تېرو دوو کلونو کې ورکې شوې دي.))

خو د ننګرهار د ګمرک رييس خليق الله يادې څرګندونې ردوي او وايي، چې يواځې څو سوه موټر له ګمرکي محصول پرته وارد شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په دې اړه د وزيرانو شورا يو پلاوى راغلى و او د هغو ادعاوو په اړه يې پلټنه وکړه، چې ګواکې ٢٣٠٠٠موټر له ګمرکي محصول پرته وارد شوي دي.

نوموړى وايي، چې له پلټنې وروسته دغې ادارې په دويم راپور کې ويلي وو، چې يواځې ١٤٠٠ موټر له ګمرکي محصول پرته وارد شوي دي.

 خو د ګمرک رييس دغه ١٤٠٠ شمېر هم ردوي او وايي، چې په تېر يوه کال کې له ګمرکي محصول پرته ٤٢٠ موټر وارد شوي، چې د ټولو دوسيې برابرې شوې او ګمرک به ترې د جريمې په ګډون خپل محصول ترلاسه کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.