ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند چارواکو د طالبانو له خوا د څلورو ملکي وګړو د وژلو خبر ورکړ

author avatar
21 Feb 2012 - 11:14
author avatar
21 Feb 2012 - 11:14

لښکرګاه (پژواک ٢ کب ٩٠): د هلمند چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو څلور عام وګړي له دولت سره د تړاو په تور وژلي دي.

د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته د واشېر ولسوالۍ د شاه پشتې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې ټيلېفونونه کار نه کوي؛ نو ځکه خلک د خپلو ستونزو هوارولو لپاره له سټيلايټ څخه کار اخلي.

احمدي وويل، چې د دې سيمې په دوو برخو کې څلورو تنو دغه ډول تيلېفونونه خلکو ته د خدمت لپاره فعال کړي وو، خو وسلوالو طالبانو هغوى له دولت سره د تړاو په تور وژلي او مړي يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.

د واشېر ولسوال داوود نورزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دوه تنه وژل شوي ځايي او دوه نور د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

نوموړى وايي، چې پر ياده سيمه وسلوال طالبان واکمن دي او دوى نه شي کولاى، چې د وژل شوو کسانو مړي له سيمې يوسي.

د هغه په وينا، د سيمې قومي مشران د دغو مړو د وړلو په موخه ورغلي وو، خو طالبانو نه دي پرېيښي، چې هغه يوسي.

ولسوال وويل، چې وژل شوي کسان عام وګړي وو، له دولت سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده او له دې لارې يې د خپلو کورنيو نفقه برابروله.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.