ژبه

مشرانو جرګې د ١٣٩١ کال د بودجې طرحه تاييد کړه

خواجه بصیر فطری

۲ کب ۱۳۹۰ - ۱۸:۰۱

Views: ۱۱۱

کابل ښار (پژواک ٢ کب ٩٠): مشرانو جرګې د ١٣٩١ کال د بودجې طرحه د څه باندې ١٢ميلياردو افغانيو د کموالي په وړانديز سره تاييد کړه.

د راتلونکي مالي کال بوديجه د روان کال د سلواغې په ١٦مه، د ماليې وزارت له لوري مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه.

د ماليې وزارت وايي چې د ماليې د قانون د تعديل له مخې، د ١٣٩١ کال د نهو لومړيو مياشتو لپاره بودجه او عادي لګښتونه ١٣٤،٣ ميليارده افغانۍ او پراختيايي بودجه ١١٠ ميليارده افغانۍ په پام کې نيول شوې ده، چې ډېره برخه به يې په امنيتي سکتور او پراختيايي پروژو کې ولګول شي.

خو مشرانو جرګې په خپله نننۍ غونډه کې چې ٥٤ غړو په کې ګډون درلود، ياده بودجه يې په ٣٠ موافقو او ١٩مخالفو او څلورو سپينو رايو، د کموالي له وړانديز سره تاييد کړه.

د مشرانو جرګې د مالي، بودجې او عمومي محاسبو د ملي اقتصاد د کمېسيون مشر مولوي عبدالوهاب عرفان، چې د بودجې طرحه يې نن (د کب دويمه) عمومي غونډې ته وړاندې کوله، وويل چې د راتلونکي کال بودجه په ټوليز ډول د ١٢،٥١٤ ميليارده افغانيو په کسر سره تاييد شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د کسر شوو ارقامو له جملې څخه، ١١،٣٦٢ ميليارده افغانۍ يې  پراختيايي بودجې او پاتې نور يې عادي لګښتونو پورې تړاو لري.

هغه زياته کړه، چې دا سند د ياد شوي کمېسيون له څېړنو، وړانديزونو او نظرونو څخه وروسته بشپړ او په دې برخه کې کوم مسلکي او تخصصي خنډ نه تر سترګو کېږي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، جرګې د بودجې مسوده چې د ملي پراختيا په اډانه کې د اساسي قانون د ٧٥  او ٩٨ مادو په رڼا کې، د حکومت له لوري ترتيب شوې او په پلي کېدو سره به يې په ټول هېواد کې په بېلابېلو ډګرونو کې د ودې او پرمختګ  لاره هواره شي، تاييد کړه.

هغه زياته کړه، چې د بودجې مسوده تاييد شوې ده، د مشرانو جرګې د مالي، بوديجې او د ملي اقتصاد کمېسيون له نظرياتو او وړانديزونو سره يوځاى د راتلونکو اجرااتو له پاره ولسي جرګې ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د سلواغې په ١٧مه، ولسې جرګې په غوڅ اکثريت پرېکړه وکړه، چې د ١٥ وزارتونو په ګډون ٢٨ دولتي ادارې، چې د ١٣٨٩کال  پراختيايي بودجه يې له ٤٠ سلنې کمه لګولې، په راتلونکو غونډو کې استجواب شي، چې تراوسه پنځه وزارتونه ولسي جرګې ته ورغوښتل شوي دي.