ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې لاريون وشو

کابل کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې لاريون وشو

کابل (پژواک ٢ کب ٩٠): سلګونه خلک ادعا لري، چې امريکايي ځواکونو د بګرام په نظامي اډه کې قرانکريم سوځولى، هغوى د کابل د څرخي پله په بازار کې لاريون وکړ او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.

دغه لاريون نن (د کب٢مه) سهار پيل شو او ګډونوالو يې د امريکا او دولت پر ضد شعارونه ورکول.

لاريون کوونکي، چې سپين بيرغونه له ځان سره لري ادعا کوي، چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د بګرام په نظامي مرکز کې د قران عظيم الشان ځينې نسخې سوځولې دي.

يوه ٤٥کلن لاريون کوونکي محمدنبي، چې ځان د بګرام د نظامي مرکز کار کوونکى پېژني پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ شپني شفټ احوال راکړ، چې امريکايي ځواکونو څلور جلده قران شريفونه وسوځول.))

هغه ادعا وکړه، کله چې افغان کارکوونکو غوښتل، چې د يادې کړنې مانع شي، د امريکايي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوې او دوه تنه وژل شوي دي خو آيساف د دوه تنو وژل په کلکه ردوي.

يوه ديني عالم مولوي عاقل خان، چې د لاريون کوونکو په منځ کې يې خبرې کولې وويل: ((بهرنيو ځواکونو زموږ مقدساتو ته سپکاوى کړى او موږ له هېواد څخه د هغوى د ايستلو غوښتونکي يو.))

ياد عالم زياته کړه، چې ژرترژره دې يادې مسئلې ته پاملرنه وشي او هغه چاچې قرانکريم سوځولى بايد محاکمه شي.

لاريون کوونکو په احساساتو سره ويل، چې امريکايانو څو ځلې قرانکريم سوځولى دى، خو دولت يې پر وړاندې کوم غبرګون نه دى ښودلى.

هغوى له دولت او پارلمان څخه وغوښتل، چې ياده  مسئله بايد وڅېړل شي او تر هغه به خپل لاريون ته ادامه ورکړي، چې دولت لاريون کوونکو ته پلاوى ولېږي او هغوى ته دې ډاډ ورکړي، چې نور به اسلامي مقدساتو ته سپکاوى نه کېږي.

لاريون کوونکو د کابل-جلال آباد لويه لاره د سهار له ٨بجو څخه تر اوسه (١١:٠٠بجې) د ترافيکو پر وړاندې تړلې ده.

ياد لاريون سوله ييز و، خو بل لاريون، چې په عين وخت کې د سلګونه کسانو په ګډون د بګرام د هوايي ډګر د دروزاې مخې ته، د قرانکريم د سوځولو په غبرګون ترسره شو، په تاوتريخوالي واوښت او لاريون کوونکو د هوايي ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله.

هغوى ياد عمل په کلکه وغانده او د موضوع د څېړلو او د عاملينو د محاکمې غوښتونکي شول.

ايساف ځواکونو منلې، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې زيات شمېر ديني کتابونه د قرانکريم په ګډون په غلطې طريقې سره له منځه وړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته را رسېدلې د ايساف د قوماندان جان الن له خولې ويل شوي دي: ((موږ به په دې اړه څېړنې وکړو او د دې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.))

الن زياته کړه، چې دا شان کړنه به په راتلونکي کې تکرار نه شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.