کابل (پژواک ٣ کب٩٠): د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي، چې درې سرتېري يې د افغانستان په سوېل کې وژل شوى دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، ويل شوي، چې دغه سرتېري تېره ورځ د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي دي.
سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
خو د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
تېره ورځ هم په هرات او کندهار کې د دوو بېلابېلو پېښو له امله ٥ ايټالوي او البانيايي سرتېري وژل شوي وو.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ٥٤ تنو ته رسېږي او تېر کال په افغانستان کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن