د غزني له ښاروالۍ سره د موټرو مرسته وشوه
خبریال ميرويس همت.Feb 22, 2012 - 17:02غزني ښار (پژواک ٣ کب ٩٠) :د غزني له ښاروالۍ سره د ولايتي بيارغونې امريکايي او پولنډي ډلو له لوري د ١٢موټرو مرسته وشوه.
د غزني ښاروال سيد عبدالبصير نوري وايي، چې دغه موټر به د ښار پاکونې په برخه کې د ښاروالۍ ډېرى کارونه اسانه کړي.
هغه زياتوي، په دغو کې لس موټر، چې مازدا ډوله ډم ټرک دي، د امريکا د بيارغونې ډلې، دوه ټانکر موټر، چې د سپټيکو څاګانو د پاکونې لپاره ترې کار اخيستل کېږي، د پولنډي ځواکونو له لوري مرسته شوي دي.
ښاروال زياتوي، چې دغه موټر به د ښار پاکولو کار چټک کړي او دغه راز يې له ښاريانو هم غوښتنه وکړه، چې د چاپېريال په پاک ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
د نوري په وينا، د دغو ټولو موټرو ټوليز ارزښت ٢٨٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د هر موټر بيه تر شل زره ډالرو اوړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غزني ښاروالۍ تر دې مخکې اوه موټره لرل، چې په دغو سره يې د تنظيف د موټرو شمېر ١٩ عرادو ته ورسېد.
د غزني ښاروال وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې ښار پراخ شوى او لا نور د پراخېدو په حال کې دى او دغې پراختيا ته په پام سره نورو موټرو ته هم اړتيا لري.
دى وايي، چې دواړو پي. ار. ټي ګانو ته يې وړانديز ورکړى، چې د ښار د تنظيف لپاره تر دې د لويو او سترو موټرو مرسته وکړي.
د غزني ښار اوسېدونکي هم د دې مرستې هرکلى کوي او زياتوي، چې د ښار پاکوالى به چاپېريالي ستونزې راکمې کړي.
د ښار يو اوسېدونکى محمود نظري وايي، چې د نوي کال له پيل سره به د ښار د تنظيف کار چټک شي او له ښاره د کثافاتو ايستل به د چاپېريال په ساتنه کې د ښاروالۍ ستونزې راکمې کړي.
نظري زياتوي، د غزني ښار اوس ډېر ګڼ او پراخ شوى، نو له همدې امله په کار ده، چې د ښار پاکولو ته ډېره پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پولنډ د پي ار ټي په مالي مرسته څو مياشتې مخکې د ښار په سوېل کې يوه ستره کثافت دانۍ هم جوړه شوه، چې کثافات به يې د کرنې لپاره د سرې په توګه وکارول شي.
- Login to post comments




