
د قرآنکريم سوځونې په اړه د حامد کرزي په ګډون د ملي شورا فوق العاده غونډه جوړيږي
خبریال اباسين زهير.Feb 22, 2012 - 15:39کابل(پژواک ٣ کب ٩٠): ټاکل شوي، چې سبا په بګرام کې د قرانکريم د نسخو د سوځونې په تړاو د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ملي شورا فوق العاده غونډه جوړه شي.
د قرانکريم نسخې وړمه شپه په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په اډه کې سوځول شوي ، چې نن او پرون يې په غبرګون کې د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې پراخ لاريونونه روان دي.
تراوسه د ترلاسه شويو راپورونو له مخې، په دې لاريونونو کې اته لاريون کوونکي وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابرهيمي په نننۍ عمومي غونډه کې وويل، چې ولسمشر حامد کرزي ورسره اړيکه نيولې او ورته يې ويلي دي ، چې د قرانکريم د سوځېدنې له امله سبا د ملي شورا ټول غړي د ولسمشر ماڼې ته د فوق العاده غونډې په موخه دعوت شوي دي .
ولسي جرګې، په نننۍ غونډه کې د پرېکړه ليک په صادرولو سره هغو بهرنيانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه ، چې په بګرام کې يې د قرانکريم نسخې سوځولې دي.
د قرانکريم د نسخو د سوځولو په اړه د ولسي جرګې په پرېکړه ليک کې له افغان دولت، نړيوالې ټولنې او د امريکا له متحده ايالتونو په کلکه د دا ډول کړنو د تکرار د مخنيوي غوښتنه هم شوې ده .
ولسي جرګې دغه پرېکړه ليک وروسته له هغه صادر کړ، چې د جرګې د دارالانشا رياست په بګرام کې د قران کريم د سوځول شويو نسخو پاڼې عمومي غونډې ته وښودې.
د دارالانشا رياست ونه ويل ، چې دغه سوځول شوې پاڼې يې له کومه ځايه ترلاسه کړې دي .
د امريکا د دفاع وزير او په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن په بګرام کې قرانکريم ته د سپکاوي له امله بښنه غوښتې ده .
آلن ويلي ، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې د قرانکريم په ګډون يو شمېر ديني کتابونه په ناسمه توګه له منځه وړي، خو زياتوي، چې دغه کار په قصدي توګه نه دى شوى .
د امريکا او ايساف چارواکيو هم ويلي، چې دغه موضوع به وڅېړي.
- Login to post comments




