ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې بهرنۍ موسسې کارکوونکى د اختلاس په تور ونيول شو

author avatar
22 Feb 2012 - 18:31
author avatar
22 Feb 2012 - 18:31

لښکرګاه (پژواک ٣ کب ٩٠): د هلمند ولايت د ملي امنيت چارواكي وايي چې د يوې بهرنۍ موسسې يو كاركوونكى يې د اختلاس په تور نيولى دى.

د هلمند د ملي امنيت رييس جنرال  نظرعلي واحدي وايي، دغه كس چې محمد رسول نومېږي، په ناوې ولسوالۍ كې له (اى، ار ډي) موسسې سره كار كوي او له يوه قراردادي څخه يې د ناسمو تخمونو په بدل كې ٢٥زره ډالره د دې لپاره اخيستي دي، چې تخمونه يې ورته په سم كيفيت په موسسې کې تاييد كړي.

واحدي وايي، محمد رسول د يادې موسسې كاركوونكى او د كنټرول په برخه كې يې دنده ترسره كوله، چې د ملي امنيت كاركوونكو له وړاندې په دې اړه خبر ترلاسه كړى وو، چې له قراردادي څخه پيسې اخلي.

نوموړي وويل، چې اوس مهال ياد كس له ملي امنيت سره بندي دى او په دې اړه به ترې پوښتنې او پلټنې كوي، چې په دې كار كې نور څوك هم ورسره شريك دي، كه څنګه؟

محمد رسول خپله هم په دې كار اعتراف كوي او د ملي امنيت په انګړ كې يې خبريالانو ته وويل، چې ده له قراردادي څخه لومړى د دې لپاره هغه تخمونه نه تسليمول چې كيفيت يې خراب و؛ خو د يادو ٢٥زره امريكايي ډالرو په بدل كې يې د تاييد ژمنه ورسره كړې وه.

د ده په وينا، دغه پيسې يې د لښكرګاه ښار په كندهار اډه كې له ياد قراردادي څخه اخيستې، چې په همدې وخت كې د ملي امنيت كاركوونكو ونيوه.

ده له مسوولينو څخه غوښتنه كوله، چې دوسيه يې رسمي نه كړي او په راتلونكي به دا ډول كار نه كوي.

محمد رسول وويل چې اصلا د نادعلي ولسوالۍ د لوى مانده د سيمې اوسېدونكى دى او اوس مهال په لښكرګاه كې اوسېږي.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم په دې ولايت کې د فوډ زون (د حاصل خېزو سيمو) پروګرام څو تنه ونيول شول، چې يو شمېر يې اوس مهال هم په زندان كې دي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.