
د يو پوليس د تښتولو په تړاو د لوګر د پورک بازار وتړل شو
خبریال عبدالمقصود عزيزي.Feb 22, 2012 - 20:18پل علم(پژواک د کب ٣مه ٩٠): د پل علم په پورک سيمه کې، د لوګر ولايت د يو پوليس له تښتولو وروسته ، امنيتي ځواکونو د پورک بازار وتړه.
د لوګر امنيه قوماندان سمونوال محمد جان عابد نن(د کب ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه يو پوليس په رخصتۍ دکور په لور روان و، په لار کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وتښتول شو.
دهغه په وينا، دا پېښه د پورک په سيمه او پورک بازار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده او د ورته پېښو دمخنيوي په خاطر ،هغوى له پرون شپې راهيسې دا بازار کلابند کړى دى.
عابد زياته کړه،چې هغوى له تېرې شپې راهيسې ترنن پورې د ګزمو او پلټنو په ترڅ کې ، ددې پوليسو دتښتولو په تړاو اته کسان نيولي دي، چې پنځه تنه يې له څېړنو څخه وروسته، خوشې شول.
د لوګر د پوليسو يو افسر،چې دنوم له اخيستلو څخه يې ډډه کوله پژواک ته وويل،چې هغوى د يو فرمان له مخې ، دنورو پېښو دمخنيوي په خاطر، تر دويم امر پورې د پورک بازار تړلى دى.
د پورک بازار يو هټى وال جمعه خان پژواک ته وويل: (( پوليس راغلل او اته کسان يې ونيول او بازار يې هم وتړه.))
دنوموړي په وينا، د پوليسو منسوبينو هغه او نورو هټيوالو ته ويلي دي،چې تر دويم امر پورې به دا بازار تړلى وي اوهغوى اجازه نه لري څو دوکانونه پرانيزي.
دې کس زياته کړه،چې پوليسو ترينه غوښتنه کړې،څو ددې پوليسو په موندولو کې له امنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي.
ديادونې وړده ،چې پورک بازار د لوګر ولايت د مرکز پل علم ښار شمال لور ته پروت دى،چې په دې بازار کې شاوخوا ١٨٠هټيوال په کار بوخت دي.
دا بازار په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو له لوري تړل کېږي،چې د روان کال په لړم مياشت کې هم ددې بازار يو شمېر هټيوال په دې سيمه کې ،د يو پوليسو د تري تم کېدلو په تړاو، دامنيتي ځواکونو له خوا تر وهلو اوټکولو لاندې راغلل.
- Login to post comments




