تازه خبرونه

    ولسي جرګې د قرانکريم سوځونکو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه

    کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): ولسي جرګې هغو بهرنيانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه، چې په بګرام کې د امريکايانو په پوځي اډه کې يې د قران کريم نسخې سوځولې دي.

    د قران کريم د نسخو د سوځولو په اړه د ولسي جرګې په پرېکړه ليک کې له افغان دولت، نړيوالې ټولنې او د امريکا له متحدو ايالتونو په کلکه د دې ډول کړنو د تکرار د مخنيوي غوښتنه هم شوې ده.

    ولسي جرګې دغه پرېکړه ليک وروسته له هغه صادر کړ، چې د جرګې د دارالانشا رياست په بګرام کې د قران کريم د سوځول شوو نسخو پاڼې عمومي غونډې ته وښودې.

    د دارالانشا رياست ونه ويل، چې دغه سوځول شوې پاڼې يې له کومه ځايه ترلاسه کړې دي.

    د ولسي جرګې ګڼ شمېر غړو د دغو پاڼو په ليدو سره د الله اکبر نارې وکړې او مرګ پر امريکا او هغو کسانو، چې امريکايان يې افغانستان ته راوستي، شعارونه يې ورکول.

    په پرېکړه ليک کې راغلي، چې ملي شورا، د بهرينو چارو وزارت، عدلي او قضايي ارګانونه بايد د دې موضوع د څېړلو لپاره ګډ پلاوى وټاکي.

    په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريه بارکزۍ، د غزني استازي عبدالقيوم سجادي، د کابل استازې ربابه پرواني او د پروان استازي عبدالستار خواصي د ولسي جرګې له لوري د دغه پلاوي د غړو په توګه وټاکل شول.

    د افغانستان حکومت او مشرانو جرګې هم د يادې موضوع د څېړلو لپاره پلاوي ټاکلي دي.

    ولسي جرګې په خپل پريکړه ليک کې په ډاګه کړې، چې د نړۍ په هر ګوټ کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوى دوى ته د منلو نه دى او پر وړاندې به يې چوپه خوله پاتې نه شي.

    د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي په داسې حال کې، چې ژړل يې، وويل، چې د دغو شان کړنو پر وړاندې چوپه خوله نه شي پاتې کېداى او بايد قران کريم ته د سپکاوي عاملينو ته سخته سزا ورکړل شي.

    هغه وويل: ((زه په تکرار تکرار وايم، مرګ پر امريکا او مرګ پر هغه چا، چې امريکايان يې افغانستان ته راوستي دي.))

    په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي د قران مجيد د نسخې د سوځېدو عمل وغانده او ويې ويل، چې د دې پېښې تر شا د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړيو لاس دى.

    هغې وويل: ((که پاکستان، افغانستان ته ترهګر نه را استولى، نو امريکا به دلته نه راتله او اسلامي مقدساتو ته به سپکاوى نه کېده، مرګ پر هغه چا، چې امريکايان يې افغانستان ته راوستي دي.))

    کوفي هم ټولو هغو کسانو ته، چې قران کريم ته يې سپکاوى کړى، د اشد مجازات غوښتنه وکړه.

    په دغې جرګه کې د کاپيسا استازي محمد اقبال ساپي وويل، چې د قران کريم د سوځولو عاملين بايد افغان دولت او يا يو بل اسلامي هېواد ته د محاکمې لپاره وسپارل شي.

    ده هم وويل، چې په دې پېښه کې ځيني ګاونډي هېوادونه لاس لري او غواړي، چې د افغانانو له ديني احساساتو د ځان په ګټه کار واخلي.

    د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويل، تر هغه چې امريکا د يادې پېښې عاملين افغان دولت ته نه وي سپارلي، افغانستان بايد له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاس ليک نه کړي.

    نن او پرون د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې ګڼ شمېر خلکو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې پر سختو لاريونونو لاس پورې کړى، چې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، تر اوسه اته لاريون کوونکي وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان شوي دي.

    د امريکا فاع وزير او په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن په بګرام کې قران کريم ته د سپکاوي له امله بښنه غوښتې ده.

    الن ويلي، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې د قرانکريم په ګډون يو شمېر ديني کتابونه په ناسمه توګه له منځه وړي، خو زياتوي، چې دغه کار قصدي نه دى شوى.

    د امريکا او ايساف چارواکو هم ويلي، چې دغه موضوع به جدي وڅېړي.



    Keywords: