تازه خبرونه

    په پکتيکا کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول ووژل شو

    ښرنه (پژواک٣کب٩٠): ناپېژاندو کسانو د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې تېره شپه، د مېلمه راډيو مسوول ساديم خان وواژه.

     د ساديم خان مرستيال يعقوب منظور نن د (کب ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغه ته دشپي شاوخوا ٨ بجې نا معلومو کسانو ټېلېفون کړى و او له کوره تر وتلو وروسته بېرته کور ته ستون نشو.

     منظور وويل چې د ساديم خان مړى نن سهارناوخته په اورګون کې دده پلرني کلي ته څېرمه  په خپل موټرکې موندل شو.

     د هغه د معلوماتو له مخې، ساديم خان له چاسره شخصي دښمني نه درلوده اونه هم کله د طالبانو لخوا ګواښل شوى و.

     ديادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګندشي پژواک ته وويل چې ساديم خان په چاقوګانووهل شوى .

     د پکتيکا ولايت د خپلواکو ژورناليستانو د ټولنې مشرمحمدياسين ياسين د ساديم خان وژنه وغندله او د هغه مړينه يې د سيمې د خبريالانو لپاره لويه ضايعه وبلله.

     ياسين زياته کړه: ((خبريالان بې پلوه خلک دي او وژنه اوځورونه يې که له هرلوري وي دټول ملت ځورونه ده.))

     دپکتيکا د والي وياندمخلص افغان هم د ساديم خان وژنه تاييد کړه.

     افغان وويل چې امنيتي ارګانونو په سيمه کې د پېښې د عاملينو د پيداکولو په موخه خپلې پلټنې پيل کړې دي.

     تردې مهاله چا د ساديم خان د وژنې مسووليت نه دى منلى.

     مېلمه راډيو شاوخوا يوکال وړاندې  دانټرنيوز موسسې په همکارۍ د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ د قومي شورا په غوښتنه فعاله اوخپرونې يې پيل کړې.



    Keywords: