ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کشاف: ديني مقدساتو ته سپکاوى په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه دى

کشاف: ديني مقدساتو ته سپکاوى په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه دى

author avatar
22 Feb 2012 - 11:52
کشاف: ديني مقدساتو ته سپکاوى په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه دى
author avatar
22 Feb 2012 - 11:52

کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): د افغانستان د علماوو سراسري شورا په بګرام کې قرانکريم ته د سپکاوي د غندلو ترڅنګ د بښنې غوښتل د منلو وړ نه بولي او د عاملينو د محاکمې او مجازاتو غوښتنه يې کړې ده.

خلک وايي، چې امريکايي سرتېرو دوه شپې وړاندې د قرانکريم څلور نسخې د پروان ولايت د بګرام په پوځي اډه کې سوځولي، خو ايساف وايي، چې د هغوى سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې زيات شمېر ديني کتابونه د قرانکريم په ګډون په ناسم ډول سره له منځه وړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د کب٣مه) د افغانستان د علماوو له سراسري شورا څخه پژواک ته را رسېدلي راغلي دي، چې د يادې شورا رييس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازي يان کوبېش سره په ليدنه کې د بهرنيو ځواکونو ياده کړنه د يوه ټکان ورکوونکي عمل په توګه په کلکه غندلې ده.

مولوي کشاف وويل: ((ديني مقدساتو ته د سپکاوي موضوع په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه ده او بايد د دغه غير اسلامي او غير انساني عمل مرتکبين محاکمه او مجازات شي، څو د دغه مسلمان ملت د زخمونو لپاره ټکور وګرځي.))

هغه زياته کړه: ((د افغانستان مسلمان ملت د خپلو اسلامي عقېدو او مقدساتو د ساتلو لپاره د خپلو اولادونو، ځان او مال قربانۍ ته تيار دى او له همدې امله په ياده لاره کې په ميليونونو شهيدان، معلولين او معيوبين ورکړي دي.))

مولوي کشاف وايي، که چېرې د افغانستان د مسلمان ملت د ډاډ لپاره د اړوند مسوولينو له لوري د يادې کړنې د عاملينو د مجازاتو په اړه جدي اقدام ترسره نه شي، نو د پايلو مسووليت به يې د هغوى پر غاړه وي.

د ملګرو ملتونو استازي له مولوي کشاف سره په ليدنه کې، په بګرام کې قران عظيم الشان ته د سپکاوي په اړه بښنه وغوښته او ژوره خواخوږي يې څرګنده کړه.

هغه زياته کړه، چې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن سمدستي له يادې پېښې وروسته د افغانستان له خلکو څخه بښنه وغوښته او د قضيې په اړه يې څېړنې پيل کړې، چې پايلې به يې وروسته اعلان شي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان د دې په ويلو سره، چې داسې عمل به په راتلونکي کې ترسره نه شي، ويلي دي، چې دوى په دې اړه په جدي توګه څېړنې کوي او د دغه عمل په اړه يې له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو بښنه غواړي.

 

د يادونې ده، چې قران عظيم الشان ته د سپکاوي په غبرګون کې له تېرې ورځې راهيسې په کابل، بګرام، ننګرهار، کاپيسا، پروان او يو شمېر نورو ولايتونو کې سوله ييز او له تاوتريخوالي ډک لاريونونه په لاره اچول شوي او لاريون کوونکي يې د عاملينو د مجازاتو غوښتونکي دي.

 

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.