کابل ښار (پژواک ٤ کب ٩٠): نن هم سلګونو تنو د بهرنيو ځواکونو له خوا د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې په کابل او څو نورو ولايتونو کې پر لاريون لاس پورې کړ.
امريکايي ځواکونو درې شپې مخکې څلور ټوکه قرآن کريم د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځول او دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شو.
دغه لاريونونه نن سهار د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او خوګياڼو ولسوالۍ، د لغمان په مرکز مهترلام ښار او قرغيو او الينګار ولسواليو کې پيل شوي دي.
همدارنګه د ميدان وردگو ولايت په مرکز ميدان ښار، د فارياب په مرکز ميمنه، د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د لوگر په خوښي ولسوالۍ کې پيل شوي دي.
هغوى د بهرنيو ځواکونو ضد شعارونه ورکوي او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
د کابل د بګرامي ولسواۍ پيل شوي لاريونونه، چې سلګونو تنو په کې ګډون کړى، د بګرامي د نساجي له سيمې، د کابل ښار پر لور په حرکت کې دي.
د پژواک خبريال د لاريون له سيمې راپور ورکوي، لاريون کوونکي، چې شنه او سپين بيرغونه هم ورسره دي، د دولت او بهرنيو ځواکونو ضد شعارونه ورکوي.
لاريون کوونکي په داسې حال کې کابل ښار ته د حرکت نيت لري، چې تېره ورځ سلګونو تنو د کابل ښار د هوتخېلو په سيمه کې پر سړک ټيرونه وسوځول هغه يې بند کړ او غوښتل يې کابل ښار ته ننوځي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا يې د اوبو په شيندلو او هوايي ډزو سره مخنيوى وشو.
همدارنګه د کابل ښار سلګونو نورو لاريون کوونکو د ملي شورا د ودانۍ پر وړاندې پر لاريون لاس پورې کړ او د دارالامان سړک يې د دوو ساعتونو لپاره بند کړى و.
په کابل او يو شمېر نور ولايتونو کې د دوو تېرو ورځو په لاريونونو کې اوه تنه وژل شوي او د دريو پوليسو په ګډون ٣٠ تنه ټپي شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن