ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دولت سره د ٣٨٠ وسلوالو مخالفينو د يوځاى کېدو خبر ورکړل شو

له دولت سره د ٣٨٠ وسلوالو مخالفينو د يوځاى کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
23 Feb 2012 - 17:49
له دولت سره د ٣٨٠ وسلوالو مخالفينو د يوځاى کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
23 Feb 2012 - 17:49

کابل ښار(پژواک ٤ کب ٩٠): د ملي امنيت رياست د سولې له پروسې سره د دولت د څه باندې ٣٨٠ وسلوالو مخالفينو د يوځاى کېدو او د شپږ نيم ټنه چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو او د يوه پاکستاني په ګډون د دريو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

د ملي امنيت د لوى رياست وياند لطف الله مشعل وايي، چې په دغو کسانو کې ١١ وسلوالې ډلې شاملې وې، چې په هرات، فراه، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د دولت پر وړاندې جنګېدې.

نوموړي، چې په نننۍ( د کب ٤مه) غونډه کې يې خبرې کولې زياته کړه، چې دغه کسان د عبدالله، ملا رحمت الله، عبدالناصر، غلام سخي، سيد امير، رياض، حسن ګل، غلام صديق او نسيم الله په مشرۍ د ملي امنيت د منسوبينو د هڅو او د سولې د عالي شورا د پرېکړو په رڼا کې له دولت سره يوځاى شول.

مشعل زياته کړه: ((دغه شمېر وسلوال له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شول او ژمنه يې وکړه، چې د نورو هېوادوالو ترڅنګ به د هېواد په بيارغونه او پرمختګ کې د خلکو د ارامتيا او سوکالۍ په خاطر په فعاله توګه ګډون کوي.))

د سولې د عالي شورا له جوړېدو څخه تر اوسه د دولت څه باندې درى زره وسلوال مخالفين په بېلابېلو ولايتونو کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي، په دې شورا کې د مشرانو، مخورو او سپين ږيرو په ګډون ٦٨غړي شتون لري او د ١٣٨٩کال په لومړيو کې رامنځ ته شوه.

د ملي امنيت د عمومي رياست وياند په ننګرهار ولايت کې د ٦٥٣٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت او پوتاشيم د نيولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يوه درى کسيزه ډله، چې دغه توکي يې لېږدول، ونيوله.

هغه نيول شوي د پاکستان د لنډي کوتل اصلي اوسېدونکى غلام رسول، د ننګرهار اوسېدونکى عبدالقهار او تراب ياد کړل او زياته يې کړه، چې هغوى دغه چاودېدونکي توکي په ٩٨ بوريو کې د تعميراتي ګچ په نوم د سوداګريزو توکو په منځ کې د هينو موټرونو په وسيله له پاکستان څخه ننګرهار ته راوړي او په يوه سراى کې يې ځاى پر ځاى کړي وو.

مشعل زياته کړه، چې ياد کسان له چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.