مهترلام( پژواک ٥ کب ٩٠): په لغمان ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې،د دولت ١٥ وسلوال مخالفين ووژل شول او د پوليسو د يوافسر په ګډون درې تنه ونيول شول.
د سيلاب د ٢٠١ قول اردوى د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن شاه علم بغلاني نن( دکب ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د لغمان ولايت د سرخکانو ولسوالۍ په اړوند سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کې يې، د دولت ١٥ وسلوال مخالفين،چې تل به له تور غر څخه راکښته کېدل او امنيت به يې ګډوډاوه ، ووژل .
نوموړي زياته کړه،چې نښته هغه مهال رامنځ ته شوه،کله چې د دولت وسلوالو مخالفينو غوښتل ، څو د کابل – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې، د سړک پر غاړه ماين ځاى پرځاى کړي.
د هغه په وينا، نښتې يو ساعت دوام وکړ،چې په ترڅ کې يې د مخالفينو شپږ مړي له دوه ميله پيکا او درې کلاشينکوفونو سره د پېښې په ځاى کې پاتې وو.
د بغلاني دمعلوماتو له مخې، اوس هم په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي او په دې عملياتو کې ملي اردو او آيساف ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
په ورته وخت کې ،نن سهار ايساف ځواکونو د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې درې شکمن کسان له ځان سره بيولي دي.
د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي نوراني په ياده سيمه کې پژواک اژانس ته وويل،چې دا عمليات د پرادولي په سيمه کې ترسره شول ،چې په ترڅ کې يې بهرنيو ځواکونو د پوليسو د يوه افسر په ګډون درې کسان نيولي دي.
نوموړي نيول شوي کسان ، هر يو د کابل د اسمايي ١٠١ زون د پوليسو افسر عجب ګل ، ميرزامحمد او فتح محمد د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي ياد کړل او ويې ويل،چې له دې کسانو څخه يو راکټ لانچر او يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.
د يادونې ده،چې تر اوسه بهرنيو ځواکونو او د دولت وسلوالو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن