جلال اباد (پژواک ٦ کب ٩٠): چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د سړک جوړونې کمپنۍ يو امنيتي مسوول د ناپېژانده وسلوالو له خوا و وژل شو.
د ننګرهار د کوټ ولسوال قاسم خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ميرويس په نوم يو تن، چې د قوم له لوري د سړک د امنيتي ساتونکو مشر و، تېر مازديګر د ناپېژانده وسلوالو له خوا و وژل شو.
د هغه په وينا، ميرويس په خپل کرولا موټر کې د کوټ ولسوالۍ د خوړګي په جنجالۍ نومي غونډۍ کې تر بريد لاندې راغى.
ده زياته کړه، چې وروسته په سيمه کې قومي لښکر ووت او له وژونکو څخه يې يو تن ژوندى نيولى دى.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير فضلربي وليزي پژواک اژانس ته وويل، چې ميرويس د کوټ ولسوالۍ د سيد احمدخېلو په سيمه کې وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د کوټ او هسکې مېنې ترمنځ پخېدونکى سړک د امريکايي بيارغونې ډلې په مرسته پخېږي، چې تر دوو کيلومترو پورې يې د پخولو چارې پاتې دي.
دى وايي، چې دغه سړک ٢٠ کيلومتره دى او د کوټ او هسکې مېنې ولسوالۍ سره نښلوي.
د ده په وينا، د دغه کس په وژل کېدو سره به د سړک د جوړولو چارو ته زيان ونه رسېږي.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن